د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس، حمیدالله نثار د یوې خبر پاڼې له مخې ویلي چې تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجي دکابل ــ کندهار په لویه لار د غزني د مرکز اړوند شهباز او اندړو ولسوالی اړوند ناني سیمه کې په دوو جلا جلا پیښو کې، چې د دوو ۵۸۰ مسافر وړونکو بسونو او بار وړونکي موټر او د تیلو ټانکر تر منځ ټکر را منځته شوی او په دواړو پیښو کې شاوخوا ۴۴ تنه شهیدان شوي او ۷۶ شپږ اویا تنه ټپیان دې
نوموړی وایي چې سیمې ته د مرستیال والي ملا عبدالله حماد په مشری امنیتي او د ژغورني ټیم رسېدلی چې ټپیان یې روغتونونو ته انتقال کړي.
حمیدالله نثار ویلي چې لومړنۍ پیښه د غزني په شاهباز سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس او د ګازو د ټانکر ترمنځ د ټکر له کبله شوې او دویمه پېښه د غزني له همدې سیمې شاوخوا پنځلس کیلو متره لرې د ناني په سیمه کې د یوه بل مسافر وړونکي بس او ټېلر ترمنځ د ټکر له کبله شوې ده.
د یادونې ده چې په هېواد کې وخت نا وخت پر لویو لارو دغه ډول خونړۍ پیښې کیږي چې لامل یې د لارو خرابوالی، د موټر چلونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه رعایت بلل شوی دی.