ads

هرات کې د تولیدي فابریکو فعالیت بیا پيلېدل

د هرات ولايت په صنعتي ښارګوټي کې د يو شمېر فابريکو فعاليت چې د جمهوري نظام په وروستيو شپږو مياشتو کې د اقتصادي ستونزو او ناامنيو له امله په ټپه درېدلی و، بېرته پيل شوی دی.

روح الله دانش
16 لیندۍ 1403
هرات کې د تولیدي فابریکو فعالیت بیا پيلېدل

د یادو فابریکو مسوولین وايي، په هېواد کې د امنیت ټنګښت او د ځینو اقتصادي ستونزو حل د دې لامل شوی، چې دغه فابریکې بېرته فعالې شي.
د هرات ولايت د صنايعو او کانونو د خونې مشر حميدالله خادم وايي، چې د يادو فابريکو بندېدل د دغه ولايت په صنعتي ښارګوټي کې د صنعت د ټکني کېدو لامل شوی و.
“د جمهوري نظام په تېرو شپږو میاشتو کې په صنعتي ښارګوټي کې ګډوډیو او ناامنیو د سوداګرو او پانګوالو فعالیتونه محدود کړي وو. دغه کار د دې لامل شو چې صنعت له رکود سره مخ شي، خو په هېواد کې د ناامنیو او ستونزو له منځه تللو سره، هره ورځ د فابریکو فعالیت شاهدان یوو او او فابریکو بیا فعالیت پیل کړی دی.»
بل خوا د هرات ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس بشیر احمد سیرت وايي، د تولیدي فابریکو په فعالېدو سره یو شمېر ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
سيرت زياتوي چې اوس مهال د هرات ولايت د صنعتي ښارګوټي په فابريکو کې څه باندې پنځوس زره کسان په کار بوخت دي.
“په ټوليزه توګه د هغو شمېرو له مخې چې موږ یې لرو، د هرات ولايت په صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا ٥٠ زره کسان په مستقيم ډول کار کوي او د کار زمينه ورته برابره شوې ده، په غیر مستقیم ډول هغو کسانو ته چې د خرڅلاو او سوداګرۍ په برخه کې کار کوي، د کار زمینه هم برابره شوې او شمېر یې ډېر دی.”


په ورته وخت کې اقتصادي کارپوهان هم د تولیدي فابریکو فعالیت بیا پیل د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم بولي.
د اقتصادي چارو کارپوه فیض محمد محمدي وايي، په دغو فابریکو کې خلکو ته د کار زمینه برابرول به بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو د تګ مخه ونیسي.
“د فابریکو جوړول له اقتصادي ستونزو سره د مبارزې لپاره یو اغېزمن ګام دی. د هرې تولیدي فابریکې په فعالېدو سره زیات شمېر ځوانانو ته د کار زمینه برابرېږي. د فابریکو خاوندانو ته پکار ده، چې خپلو تولیداتو ته پاملرنه وکړي او د کار د لازیاتو فرصتونو د برابرولو لپاره د هېواد له دننه څخه خپل مواد عرضه کړي.»
د هرات ولایت د صنایعو او کانونو خونې د معلوماتو له مخې، اوسمهال د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې څه باندې ۸۰۰ فابریکې فعالې دي.
د دوی په خبره، یوازې په تېرو درېیو کلونو کې په دغه ښارګوټي کې تر ۳۰۰ ډېرې فابریکې جوړې شوې او یا یې بیا فعالیت پیل کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA