ads

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد ورو وده کړې؛ خو راتلونکې یې له ننګونو سره مخ ده

نړیوال بانک وايي، د افغانستان ناخالص کورنی تولید ۲.۷ فیصده زیات شوی چې د تېر اقتصادي زیان یوازې لس فیصده جبرانوي.

کلید نیوز
16 لیندۍ 1403
نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد ورو وده کړې؛ خو راتلونکې یې له ننګونو سره مخ ده

نړیوال بانک په خپل وروستي راپور کې ويلي چې که څه هم د افغانستان اقتصاد ورو پرمختګ کړی؛ خو لاهم د نا انډوله سوداګرۍ، د پانګونې لپاره د وړتیا کچې کمښت او د کورنیو سرچینو د کارونې په برخو کې له ننګونو سره مخ دی.
ورته مهال د اقتصاد وزارت چارواکي بیا وايي، افغانستانن په تېر درېیو کلونو کې د ګڼ شمېر اقتصادي بندیزونو سربېره هم په بېلا بېلو برخو کې لاسته راوړنې لري.
د یاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب هیله څرګندوي چې راتلونکې کې به هېواد کې د لا ډېر پر مختګ او اقتصادي پیاوړتیا لپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي.
«نړیوال بانک او نورو بنسټونو ونډه په پراختیایې او زیربنايي پروژو کې کولی شي د اقتصادي پر مختګ لپاره مثبت اغېز ولري. یو شمېر نیمه پاتې پروژې چې پخوا د نړیوال بانک لخوا تمویل کېدلې د هغو پیلېدل کولی شي د کاري فرصتونو تر څنګ په بېلا بېلو برخو کې ګټورې تمامې شي. دا چې اسلامي امارت اقتصاد محوره پالسي لري، د اقتصادي ودې او پرمختګ په خاطر له ټولو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو سره د ښو اړیکو غوښتنکي یو.»
بل لور ته د اقتصادي چارو شنونکي هم د نړیوال بانک وروستی راپور تر یوه بریده سم بولي او زیاتوي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم پر افغانستان اقتصادي تحریمونه وضع شول.
د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وايي، د نړیوالو له خوا پر افغانستان د اقتصادي تحریمونو وضع کول د دې لامل شو چې کورني خالص او ناخالص تولیدات له ستونزو سره مخ کړي.
نوموړی په دې اړه وايي:
«د نړیوال بانک مسوولیتونه په افغانستان دا دي چې نیمه پاتې پروژې په افغانستان کې بېرته پیل کړي او د اقتصاد ډګر ته د سیاست په سترګه ونه ګوري. که چېرې نړیوال بانک پر سیاسي مسایلو تمرکز وکړي نو دا ستونزه به لا ډېره شي. نړیوال بانک لکه څنګه چې تایلنډ، سوډان، اندونیزیا، مالیزیا او ځینو نورو هېوادونو سره مرستې کوي، که له افغانستان سره یې هم وکړي نو دا ستونزه به حل شي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی نازک میر زیارمل بیا د افغانستان اقتصاد په اړه د نړیوال بانک وروستي څرګندونې واقعي نه ګڼي او په دې اړه داسې وايي:
«د نړیوال بانک نږدې ۷۴ نیمه کاره پروژې په افغانستان کې پاتې دي چې سترې، کوچني او متوسطې پروژې دي. که چېرې نړیوال بانک دغه پرژوې په افغانستان کې پیل کړي نو دا به د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې مرسته وکړي او هم په افغانستان کې د بې کارۍ او لوږې د کچې کمولو کې ډېره مرسته وکړي.»
د نړیوال بانک د راپو له مخې، افغانستان کې بې وزلي اوس هم پر خپل ځای ده او د ټولنیز خوندیتوب میکانیزم نشتون له امله ښځې، ماشومان او بې ځایه شوې کورنۍ له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

د شنونکو په باور، اقتصادي بندیزونه، د شتمنیو کنګل کېدل او بانکي محدودیتونه هغه څه دي چې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت یې سېوری غوړلی او خلک یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA