ads

په روان ژمي کې بېړنیو مرستو ته د ۱۴،۸میلیونه افغانانو اړتیا

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په روان ژمي کې ۱۴.۸ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

نویسنده: Khalid Sahar
15 لیندۍ 1403
په روان ژمي کې بېړنیو مرستو ته د ۱۴،۸میلیونه افغانانو اړتیا

د خوړو نړیوال پروګرام په یوه راپور کې ویلي چې په روان ژمي کې د بودیجې د کموالي له کبله یوازې ۶ میلیونه کسانو ته مرستې رسولی شي.
راپور زیاتوي چې د دې ترڅنګ اروپايي ټولنه د خوړو نړيوال پروګرام له لارې له يو ميليون ماشومانو سره، چې نيمايي يې نجونې دي، مرسته کوي.
د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې ویلي وو چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره ۶۸۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA