ads

هېواد کې د سنتي طب پر معیاري کېدو د روغتیا سرپرست وزیر ټینکار

د عامې روغتیا سرپرست وزیر چین ته په سفر کې د سنتي طب په نړیوال کنفرانس کې د وینا پر مهال ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید سنتي طب میعاري او د عصري طبابت برخه وګرځي.

نویسنده: Khalid Sahar
15 لیندۍ 1403
هېواد کې د سنتي طب پر معیاري کېدو د روغتیا سرپرست وزیر ټینکار

د عامې روغتیا وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې مولوي نور جلال جلالي په دې کنفرانس کې په سیمه کې د سنتي طب په برخه کې د روغتیا نړیوال او شنګهای همکاریو سازمانونو همکاري اړینه بللې ده.
د چین په کوربه توب د سنتي طب نړیوال کنفرانس چې موخه یې یاده برخه کې د تجربو او لاسته راوړنو شریکول دي، د بېلا بېلو هېوادونو د روغتیا وزیرانو، مرستیالانو، څېړونکو او د یو شمېر موسسو استازو په کې ګډون کړی دی.
یاد کنفرانس ته د عامې روغتیا سرپرست وزیر د طبابت په برخه کې د چین او افغانستان تر منځ په دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار کړی دی.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د سې شنبې په ورځ چین ته په رسمي سفر تللی او هلته یې د یاد هېواد له روغتیایي چارواکو سره په لیدنو کې د افغانستان په بېلابېلو روغتیایي برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA