ads

د اسرائیل او قطر له صدراعظمانو سره د غزې د اوربند په اړه د ټرمپ ځانګړي استازي لیده کاته

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیون ویټکاف د اسرائیلو او قطر له صدراعظمانو سره کتلي او په غزه کې یې د اوربند د هوکړې په اړه خبرې کړې دي.

نویسنده: Khalid Sahar
15 لیندۍ 1403
د اسرائیل او قطر له صدراعظمانو سره د غزې د اوربند په اړه د ټرمپ ځانګړي استازي لیده کاته

په راپور کې راغلي چې په نږدې راتلونکي کې به په قطر کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د خبرو نوی پړاو پیل شي.
په همدې حال کې د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني له سکای نیوز سره په مرکه کې ویلي چې ډونالډ ټرمپ غواړي په جنورۍ میاشت کې د خپلې لوړې له مراسمو مخکې په غزه کې د اوربند او د بندیانو د خلاصون په اړه یوې موافقې ته ورسیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د دايمي اوربند او د اسراييلي بنديانو د خلاصون هڅې تر اوسه ناکامې شوې دي.
ډونلډ ټرمپ د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویلي و چې په غزه کې به جګړه ودروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA