د لبنان د عامې روغتیا وزارت د سه شنبې په سهار (د لېندۍ ۱۳مه) وویل چې د دغه هېواد په جنوب کې پر حاریص او طلوسه ښارګوټي د اسرائیلو په بریدونو کې لس تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د د اسرائيلي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد پوځ د لبنان په جنوبي سیمو کې ۳۰ هدفونه په نښه کړي دي.
له بلې خوا د لبنان حزب الله هم وايي، چې اسراییلو په پرله پسې ډول له اوربند څخه سرغړونه کړې ده.
په همدې حال کې د لبنان د پارلمان مشر نبیه بري وویل چې اسرائیلو تر ۴۲ ځله زیات اوربند مات کړی دی.
“د اسراییلو له خوا د اوربند له موافقې د سرغړونو شمېر له ۵۲ څخه اوښتی دی. د اسراییلو دا کړنه د اوربند له تړون څخه ښکاره سرغړونه ده او باید دوام ونه کړي. او موږ هیله لرو چې د څارنې له کمیټې سره د فرانسویانو په یوځای کېدو به د دې سرغړونو مخه ونیول شي.”
د اسراييلي بريدونه وروسته له هغې کېږي چې د نړۍ يو شمېر هېوادونو د اسراييلو له خوا د اوربند د سرغړونې په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې او زياته کړې يې ده چې دا بريدونه کولای شي په لبنان کې اوربند له منځه یوسي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د اسراییلو لخوا د اوربند له موافقې د پرله پسې سرغړونو په لړ کې وايي، چې ټولې خواوې باید د اوربند تړون ته غاړه کیږدي.
وروسته له هغې چې د لبنان حزب الله د اسرائیل له خوا له اوربند څخه د سرغړونې په اړه غبرګون وښود، امریکا وايي چې په لبنان کې اوربند پر ځای دی او کومه سرغړونه نه ده شوې.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل: “موږ یو میکانیزم رامینځته کړی چې هڅه وکړو تاوتریخوالی کم کړو او دا بریدونه ودروو. په هر حال، هلته اوربند پر خپل ځای دی. د متحده ایالاتو د اردو یو جنرال په بیروت کې د متحده ایالاتو سفارت ته لېږل شوی ترڅو د بایډن له ځانګړي استازي اموس هاکشټاین سره د اوربند پلي کېدو نظارت وکړي.”
دا په داسې حال کې ده چې د لبنان او اسرائيل تر منځ اوربند د چهار شنبې په ورځ (د لېندۍ ۷مه) د امريکا او فرانسې په منځګړيتوب رامنځ ته شو، خو اسرائيل د تېر په څېر دغه تړون ته غاړه نه ده اېښې او تر پنځوسو ډېر ځله يې له دغه اوربند څخه سرغړونه کړې ده.