په دغه ولایت کې د انجې اتحادیې کاروباریان وایي، د تېر په پرتله سږکال له بلخ ولایت څخه بهر هېوادونو ته د انجې د صادراتو کچه ۵۰ سلنه لوړه شوې ده.
په بلخ ولایت کې د انجې اتحادیې مسوول محمدالله قریشي وایي، سږکال له بلخ ولایت څخه هند ته ۸۴۰ ټنه د انجې شیره صادره شوې؛ خو تېر کال بیا ۴۵۰ ټنه انجه دغه هېواد ته صادره شوې وه.
« سږکال د انجې کښت او کاروبار ډېر زیات دی او خلک یې ډېره کري. په شمال زون کې په ځانګړي ډول بلخ کې د انجې ډېر شرکتونه او دفترونه جوړ شوي دي. له بلخ څخه سږکال هندوستان ته ۸۴۰ ټنه د انجې شیره صادره شوې ده.»
د انجې طبي بوټی، چې له څلورو کلونو وروسته حاصل ته رسېږي، لوړه بیه لري او د پلور ترټولو مناسب بازار یې هندوستان دی.
د بلخ ولایت یو شمېر کروندګر هم وایي، چې په دې ولایت کې د انجې کښت ښه نتیجه ورکوي او د نورو کرنیزو محصولاتو سره پرتله ښه عواید هم لري.
کروندګر عصمت الله یې په اړه وایي:
« ماشاءالله په دې وروستیو کې له انجې سره ۸۰ سلنه د کروندګرو علاقهمندي زیاته شوې او ښه حاصلات هم ورکوي. پخوا به چې خلکو نور کارونه کول، حتا ډاکترانو او انجینرانو اوس یې د انجې کرکېلې او کاروبار ته مخه کړې ده.»
بلخوا یو شمېر د انجې پلورونکي وایي چې د انجې غیرقانوني او پهخپل سري ډول کاروبار د دوی پر کار سېوری غوړولای او له مسوولینو غواړي چې مخه یې ونیسي.
د انجې پلورونکی نورالدین په دې اړه وایي:«د ولایت مقام او ښاروالۍ ریاست څخه غواړو، چې د انجې له مارکېټ بهر د سړکونو په څنډو او ځای ځای مارکېټونو کې د انجې نیالونه پلوري او کاروبار یې باید مخه یې ونیول شي، دوی بېقانونه کار کوي او زموږ کار یې پیکه کړی دی.»
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالوماتو پر بنسټ، دامهال د بلخ ولایت په شولګره، بلخ، دهدادي، نهرشاهي، دولت اباد، چهاربولک او چمتال ولسوالیو کې پر شاوخوا ۵۰۰ هکټاره ځمکه باندې انجه «هینګ» کرل شوې ده.
که څه هم دغه بوټی په طبیعي ډول د شمال او شمال ختیځ ولایتونو په غرونو کې راشین کېږي؛ خو په تېرو کلونو کې په غیرمسلکي ډول د انجې راټولولو دغه بوټی د ورکېدو له ګواښ سره مخ کړی و چې په وروستیو کلونو کې د یو شمېر خصوصي شرکتونو لهخوا د انجې تخم له تاجکستان او قزاقستان هېوادونو څخه راوړل شو او اوس یې حاصلات ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دي.