ads

خوست کې سږ کال پر ۳۹۰ جریبه ځمکه د املوکو نوي باغونه جوړ شوي

د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، سږ کال یې د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې په ۳۹۰ جريبه ځمکه باندې د املوکو نوي باغونه جوړ کړي.

بصیر یاد
13 لیندۍ 1403
خوست کې سږ کال پر ۳۹۰ جریبه ځمکه د املوکو نوي باغونه جوړ شوي

د دوی په خبره چې، د یادو باغونو په رسیدو سره به هر کال املوک ۸۱۹ ټنه حاصلات ورکوي.
د خوست ولایت ویاند مستغفر ګربز وايي، په دغه ولايت کې املوکو ښه نتيجه ورکړې او پلان لري چې په نوي او عصري بڼه د املوکو باغونه جوړ کړي:
«زموږ د اټکل له مخې د تېر کال په پرتله سږکال د املوکو حاصلات ښه دي، د زراغت رياست تخنيکي ټيم دې ته بشپړه توجه کړې ده او د خوست اب هوا ته په کتو کال کال د املوکو حاصلات زياتيږي.»
بل لورته د دغه ولایت باغداران بيا وايي، له پاکستان څخه وارديدونکو ميوو د وطني ميوو پر بازار منفي اغېز کړی دی.
د املوکو باغوان صادق وايي، وطني ميوې په ډېره کمه بیه پلورل کيږي چې باغدارانو ته هيڅ ګټه نه کوي او له حکومت د بازار موندنې غوښتنه کوي:
« د پاکستان څخه چې کوم ملوک راځي چې هغو باندې محصول زيات شي نو تجار يې نه راوړي، نو دا موږ ته وار د واره فايده زياتوي، اوس پاکستاني املوک په ۱۵۰ افغانۍ شاوخوا من خرڅيږي او وطني هم، ولې هلته يې په کمه بيه باندې را نيولي دي. کله چې هغوی باندې محصول زيات شي، دا وار د واره لوړیږي.»
یو بل باغوان زرباد بيا وايي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له کروندګرو سره همکاري نه کوي او زیاتوي چې، څو ځلې یې مراجعه هم ورته کړې خو دوی منفي ځواب ورکړی:
«موږ د مريضيو په اړه وخت په وخت زراعت رياست ته ورغلي يو، مګر موږ سره يې هيڅ کومک نه دی کړی، فقط وايي چې دا علت تبديل د اقلم دی، نور نه يې په لابراتوار کي کتلي، نه يې کود راکړي او نه يې کومې دوا ګانې راکړې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې، تېر کال د خوست ولایت مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې پر شاوخوا ۲۴۶ جريبه ځمکه د املوکو باغونه جوړ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA