د دغې غونډې په پای کې اروپايي ټولنې، امریکا او د نورو بډایه هېوادونو استازو هوکړه وکړه چې تر ۲۰۳۵ میلادي کال پورې به د افغانستان په ګډون مخ پر ودې هېوادونو ته هر کال ۳۰۰ میلیارده ډالره مرسته ورکوي.
په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د رئیس مطیع الحق خالص په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي هم په لومړي ځل ګډون کړی و.
د دې ادارې ویاند احمد فرید فرهنګ د افغانستان لپاره د دغه کنفرانس پایلې مثبتې بولي.
“موږ هیله لرو چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون ځنډول شوې پروژې د تمویل کوونکو له خوا یو ځل بیا پیل شي او موږ وکولای شو دا پروژې د اغیزمنو پلانونو او پروګرامونو سره تطبیق کړو.”
په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې برخې یو شمېر کارپوهان وايي، چې اوس اړتیا ده چې د چاپېریال ساتنې اداره د اقلیم له بدلون سره د مبارزې او د هغو سکټورونو په اړه چې له هغې څخه اغېزمنې کېږي، یو جامع پلان نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي.
د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتنې پوهنځي رئیس محمد داوود شېرزاد په دې اړه وايي:
“وچکالي په افغانستان کې د اقلیم د بدلون یوه له منفي پایلو څخه ده، نو د افغانستان د اوبو د مدیریت د څرنګوالي په اړه باید وړاندیزونه وشي او د کرنې سیستم هم باید میکانیزم شي، څو په کمو اوبو سره ډېرې پایلې ترلاسه شي.”
له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره داسې مهال د ۳۰۰ میلیارد ډالرو کلنۍ مرستې خبر ورکول کېږي چې د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکو په وینا، په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون ۳۲ پروژې د نړیوالې ټولنې له خوا ځنډول شوې دي.