ads

د غږیزو اړیکو او انټرنیټ په بیو کې کموالی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکو د مخابرتي شرکتونو لپاره د انټرنیټ او غږیزو اړیکو د نویو بیو ټاکلو تر نامه لاندې خبري غونډه کې وویل چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ سره د مخابراتي شرکتونو د انټرنیټ او مکالمو په بیو کې ۶۸ فیصده کموالی راغلی دی.

فرشته خرمي
23 لړم 1403
د غږیزو اړیکو او انټرنیټ په بیو کې کموالی

د دغه وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل چې اوس د غږیزو مکالمو بیه ۱.۳۰ افغانۍ ټاکل شوې چې د تېر پرتله په‌کې ۳۰ فیصده ټیټوالی راغلی او دا پلان به د راتلونکي میلادي کال له پیل سره پلی شي.
«په ۱۴۰۰ کال کې د غږیزو مکالمو بیه ۳.۵۰ افغانۍ وه چې اوس دا قیمت ۱.۳۰ افغانیو ته راټيټ شو، له یوې شبکې نه بلې ته د اړیکو بیه مخکې ۴ افغانۍ وه چې اوس ۱.۴۰ افغانیو ته راټيټه شوه چې لس پول توپیر په کې راغلی دی.»
نوموړي زیاته کړه چې د یو جي بي میاشتنۍ انټرنټي کڅوړې بیه ۹۵ افغانۍ ټاکل شوې، چې د تېر پرتله ۱۴ فیصده کموالی ښيي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اترا ادارې ویاند جلال الدین شمس په دغې خبري غونډه کې وویل چې اوس‌مهال په ټول هېواد کې ۲۶ میلیونه سیمکارټونه فعال دي چې له دې ډلې ۱۴ میلیونه یې ثبت شوي دي.
هغه همدارنګه زیاته کړه چې په کابل کې ۸۰ فیصده سیمکارټونه ثبت او راجسټر شوي دي.
«اوس هېڅوک نه شي کولای چې غیر قانوني سیمکارت ترلاسه کړي، په کابل کې ۸۰ فیصده سیمکارټونه راجسټر شوي چې اوس هم دا لړۍ روانه ده. د هېواد په لویو ښارنو کې هم د سیمکارټونو د ثبت پروسه په منظم ډول روانه ده.»
نوموړي د مخابراتي شبکو کیفیت ته په اشارې سره وویل چې اترا ادارې د ۹۸ میلیونه ډالرو په ارزښت فریکونسۍ په ټولو مخابراتي شبکو وېشلې چې له دې سره مخابراتي شبکې مکلفې دي ترڅو په راتلونکو دوو کلونو کې خپل خدمتونه فور جي او تري جي خدمتونو ته بدل کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ډیجيټلي حکومتولۍ رییس عبدالرحمن صافي وویل چې دغې ادارې په تېرو درېیو کلونو کې د دولتي ادارو ۲۵ نوي سیسټمونه رامنځ ته او ۳۷ نور یې اصلاح کړي دي.
هغه همدارنګه زیاته کړه چې ټولټال ۵۸۶ سیسټمونه شتون لري چې له ډلې یې ۲۸۵ یې فعال سیسټمونه دي.
«موږ ۵۴ وزارتونه او ادارې سروې کړې چې هلته مو د فعالو او غیر فعالو سیسټمونو شمېر معلوم کړ چې په ټوله کې ۵۸۶ سیسټمونه شتون لري چې له ډلې یې ۲۸۵ فعال، ۶۳ غیر فعال سیسټمونه او ۲۱۳ هغه سیسټمونه دي چې امارتي ادارې ورته اړتیا لري.»
هغه زیاتوي چې مخابراتو وزارت د لوړو زده کړو وزارت لپاره هم یو منظم سیسټم رامنځ ته کړی چې د دولتي پوهنتونونو د محصلینو ټول معلومات په کې خوندي شوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلومات له مخې، دا مهال د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي پوښښ لپاره ۸۵۰ مخابراتي انتونونه جوړ شوي او د ۵۳۰ نویو انتونو د جوړېدو چارې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې لاهم یو شمېر هېوادوال وايي، په افغانستان کې د مخابراتي شبکو بیې لوړې او کیفیت کمزوری دی چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA