ads

په لیرې پرتو سیمو کې د ماشومانو له زده کړو سره د یونیسف مرستې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونیسف وايي چې په افغانستان کې یې تیر ۲۰۲۳ کال ۶.۳ میلیون نجونو او هلکانو ته درسي مواد برابر کړي وو.

عزیزي
22 لړم 1403
په لیرې پرتو سیمو کې د ماشومانو له زده کړو سره د یونیسف مرستې

د یونیسف ادارې ویلي چې په بدخشان ولایت کې یې د ۵۰۰ کلیوالي ټولګو او د زده کړو د چټکیدو مرکزونو له لارې زرګونو ماشومانو ته د زده کړو د دوام زمینه برابره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونیسف په افغانستان کې د تیرو نږدې دوو لسیزو راهیسې په کلیوالو سیمو کې ماشومانو ته چې کورونه یې له ښوونځیو څخه لیرې دي د کلیوالو ټولګیو له لارې د زده کرو امکانات برابروي.

یونیسف د ۲۰۲۳ کال د اپریل په میاشت کې ویلي وو چې له ننګونو سره سره دغې ادارې په افغانستان کې څه باندې ۵۷۳ زره ماشومانو ته، چې ۵۹ فیصده یې نجوني دي، د کلیوالو ټولګیو له لارې د زده کړو امکانات برابر کړي دي.

یونیسف په افغانستان کې ماشومانو ته د زده کړو د برابرولو لپاره د مالي ملاتړ د چمتو کولو له امله د جاپان د خلکو او حکومت څخه مننه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې جاپان هېواد هم ژمنه کې وه وه چې په افغانستان کې به د پوهنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA