د دغو کلینیکونو له ډلې یو یې د غرشین په نوم روغتیايي مرکز دی چې د لټکو سیمه کې په یوه داسې کور کې فعالیت کوي چې پخوا د چرګانو فارم په کې موجود و.
د لټکو سیمې دوه تنه اوسیدونکي صالح جان او میرویس وايي، کلینیک په یوه کرايي کور کې جوړ شوي چې د روغتیايي خدمتونو لپاره مناسب نه دی او ناروغان یې له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي.
«د کلینیک لپاره پاکوالي ته ضرورت دی، باید پاک ځای ورته پیدا شي، دومره وشي چې کلینیک د کلینیک په شکل جوړ شي، کوټې او برانډې یې ټولې خرابې دي.»
«دغه کلینیک په ښه ځای کې نه دی، ډېر تنګ او لنډ دی. په دې ځای کې پخوا د چرګوړو فارم و اوس بیا کلینیک په کې جوړ شو، بېخي ډېرې ستونزې په کې موجودې دي.»
د همدې کلینیک امر عبدالرازق وايي، هره ورځ شاوخوا څلور سوه ناروغان ورته مراجعه کوي؛ خو په شخصي کور کې ټول خدمات نه شي وړاندې کولای او له حکومت غوښتنه کوي، څو یوه معیاري وداني ورته وټاکي.
«شخصي کور دی ستونزې خو بې حده زیاتې دي، یو کلینیک چې معیاري وداني نه لري خدمات متضرره کېږي؛ نو اوس په دې یوه کوټه کې او پي ډي کې نرسېنګ چارې، هم او پي ډي او د ناروغانو بروبار هم زیات وي؛ نو په هغه ډول خدمات چې ټولنې ته باید وړاندې کېدلای هغه ډول نه کېږي.»
د خوست د عامې روغتیا ریاست رئیس ډاکټر احمد مجاهد بیا وايي، له عامې روغتیا وزارت سره یې دغه موضوع شریکه کړې چې په لنډ وخت کې به یادو ۱۱ کلینیکونو ته معیاري ودانۍ جوړې شي.
«موږ په خوست کې عموماً یوولس کلینیکونه لرو چې په شخصي ودانیو کې دي. موږ له وزارت مقام سره خبره شریکه کړې چې ان شاءالله موږ به دې ته تعمیرونه جوړوو او خدمات به په کې وړاندې کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د خوست ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د شاوخوا یوولسو نورو کلینیکونو لپاره ودانۍ جوړې شوې؛ خو د څو کالونو تېرېدو وروسته لاهم نه دي فعال شوي.