د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، څو تنو وسلهوالو برید کونکو د یکشنبې په ماښام (د لړم ۲۰مه) په سراوان سیمه کې په دغې امنیتي پوسته برید وکړ.
سرچینه زیاتوي، دا برید هغه مهال وشو، چې امنیتي ځواکونه په لمانځه بوخت وو.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نهدی اخیستی.
د يادونې ده، چې په ورته وخت کې په سيستان او بلوچستان کې د ايراني ځواکونو په عملياتو کې د دغه هېواد درې وسله وال مخالفين وژل شوي او نهه نور نيول شوي دي.