ads

هېواد کې د کانونو پر عوایدو د اوبو بندونه جوړېږي

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وايي، په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانونو له عوایدو ګټه اخیستل کېږي.

کلید نیوز
21 لړم 1403
هېواد کې د کانونو پر عوایدو د اوبو بندونه جوړېږي

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د اوبو او نرژۍ له سرپرست وزیر سره د کتنې پر مهال د کاني زېرمو له عوایدو څخه د اوبو او برېښنا د بندونو د جوړولو په برخه کې د کانونو د کړنلارې مطابق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان وايي، په دې کتنه کې د هېواد د کاني زېرمو د ښه مدیریت، پانګوالو ته د پانګونې زمینې برابرولو او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو خبرې شوې دي.
د نوموړي په خبره، کانونه به د خپلو اوصولو او شرایطو سره سم په قرارداد ورکول کېږي او د ځینو خاصو کانونو عواید به د ځينو پروژو تمویل لپاره ورکړل شي.
«کانونه به د کانونو او پټرولیم وزارت په خپلو اوصولو او شرایطو سره سم په قرارداد ورکوي او همدارنګه د اوبو بندونه به د اوبو او انرژۍ وزارت د خپلو اوصو او شریطو سره سم په قرارداد ورکوي، یوازې مالي تمویل به یې د کانونو له عوایدو څخه ورکول کېږي او پروسه به یې داسې وي چې د کانونو وزارت به په مالیې وزارت کې دغو عوایدو ته ځانګړې کوډونه جوړوي او د ټاکل شویو کانونو عواید به دغو کوډونو کې جمع شي.»
ورته مهال د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې د اوبو او انرژۍ سکټور کې د پانګونې لپاره پراخه زمینه برابره شوې او ټول ملي او نړیوال پانګوال کولای شي په دغو برخو کې پانګونه وکړي.
د یاد وزارت ویاند مطیع الله عابد وايي په دې وروستیو کې د اوبو مدیریت په برخه کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري هڅې ګړندۍ شوې دي.
«کله چې یو پانګوال وغواړي د انرژۍ کومه پروژه او یا د اوبو کومه پروژه پر مخ یوسي، نو د یادې پروژې قیمت ته په کتو سره کوم عاید چې له معدن څخه تر لاسه کېږي هغه د ټاکل شوې کمېټې په هدایت او منځګړيتوب سره دغه عواید تبادله کېږي او د پانګونې د سیسټم له طریقه پانګوالو ته سپارل کېږي.»
بل لورته د اوبو برخې کارپوهان هم د کانونو او پټرولیم وزارت یاد اقدام نیک بولي او زیاتوي، که د هېواد اوبه په ښه ډول مدیریت شي؛ نو افغانستان په ډېرو برخو کې پر ځان بسیا شي.
د اوبو د برخې کارپوه عبدالباسط رحماني وايي، تر ټولو ستر لومړیتوب چې هېواد ورته اړتیا لري، هغه د اوبو مدیریت دی.
د نوموړي په خبره، که د هېواد اوبه په معیاري ډول مدیریت شي افغانستان به د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا شي.
«دا کولای شي چې ښه پایله ولري او موږ دا یو نیک پال ګڼو. د عواید ځانګړي کول به کافي نه وي بلکې د عواید ځانګړي کولو تر څنګ موږ باید په دې برخه کې پر نورو فکټورونو هم کار وکړو. کوم عواید چې په هېواد کې د اوبو هر اړخیز مدیریت لپاره په نظر کې نیول کېږي باید تحقیقات هم وشي او محیط ته په کتو پانګونه او عواید وټاکل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر هېوادوال هم له اسلامي امارت څخه غواړي چې د کانونو پر عوایدو په هېواد کې پراختیايي او زیر بینايي پروژې تطبیق کړي تر څو خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA