د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې په دغو عملیاتو کې ۱۲۶ تنه په نشهيي توکو روږدي راټول او د درملنې په هدف امید روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د اسلامي امارت مشر په افغانستان کې د نشهيي توکو پر کښت، توليد، پېر، پلور او استعمال بنديز لګولی دی.
له دغه حکم وروسته له بېلابېلو ولایتونو څخه زرګونه روږدي کسان راټول شوي او د روږدو د درملنې په مرکزونو کې یې درملنه کېږي.