ads

سمنګان کې کدوانو سږکال ښه حاصلات ورکړي

په سمنګان ولایت کې سږکال د تېر په پرتله کدوانو ښه حاصلات ورکړي دي.

احمدالله ستانکزی
21 لړم 1403
سمنګان کې کدوانو سږکال ښه حاصلات ورکړي

د یاد ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو د ترویج آمر عبدالخلیل کریمي وايي، تېرو شمېرو ته په کتو سږکال په سمنګان ولایت کې د کدوانو کرکېله ٢٠ سلنه ډېره شوې، چې د اټکل له مخې به، سږکال ۲۶۴ ټنه د کدو حاصلات ترلاسه شي.
نوموړی دغه راز زیاتوي، د طبیعي افتونو مخنیوی، د بارانونو ورښت او د کروندګرو له لوري د حاصل خېزو تخمونو استعمال په سمنګان ولایت کې د نورو کرنیزو محصولاتو تر څنګ، د کدوانو په حاصلاتو کې هم زیاتوالی راوستی دی.
« تېرکال په سمنګان ولایت کې په لس هکټاره ځمکه باندې کدوان کرل شوي وو، چې ۲۲۴ ټنه حاصلات ورکړي وو. سږکال په ۱۲ هکټاره ځمکه باندې کدوان کرل شوي، چې د اټکل له مخې به ۲۶۴ ټنه د کدوانو حاصلات ترلاسه شي، چې ۲۰ سلنه زیاتوالی ښیي.»
د کدوانو حاصلاتو له ډېروالی سره د مزار – سمنګان لویې لارې په اوږدو کې ګڼو کسانو ته د کاروبار زمینه هم برابره شوې ده.
د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ يو شمېر کدو پلورونکي که څه هم د نورو کلونو په پرتله سږکال د کدوانو له مناسبو بیو خوښ دي؛ خو په وینا یې، تر نورو کلونو یې بازار کمرنګه دی.
کدو پلرونکي رحمان او عاطف یې په اړه وایي:
« کدوانو سږکال د تېر په نسبت ښه حاصلات ورکړي؛ خو بیه او بازار نه‌لري؛ نو له حکومته مو غوښتنه دا ده، چې بازارمونه ورته وکړي او کرنیزو توکو د ساتلو لپاره سړخونې جوړې کړي.»
« د پخوا په پرتله د کدوانو پېر او پلور ډېر کم دی، خلک یې نه اخلي او نه هم کوم ولایت ځي، له مسوولینو غواړو، چې کدوان دې بهر هېوادونو ته صادر کړي.»
په همدې حال کې د سمنګان ولایت د کرنې ریاست چارواکي کروندګرو ته د کرنیزو توکو د بازار موندنې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکوي.
د یاد ولایت د کرنې ریاست د ترویج آمر عبدالخلیل کریمي وایي، کرنیزو توکو ته د بازار موندنې په موخه يې د مزار – سمنګان لويې لارې په اوږدو کې یو شمېر سړخونې هم جوړې کړي؛ ترڅو بزګران په‌ کې خپل تولیدات تر ډېره وساتي او د اړتیا پرمهال یې بازارونو کې په مناسبه بیه وپلوري.
« موږ د کروندګرو شته ستونزې تائیدو او د سمنګان ولایت د کرنې ریاست یې تل ملاتړ کوي. د لویې لارې په اوږدو کې وړې سړخونې جوړې شوې دي، چې بزګرانو ته هغه بسنه نه کوي. زموږ هڅه دا ده، چې لویې او معیاري سړخونې جوړې کړو.»
د یادونې وړ ده، چې د سمنګان ولایت حضرت سلطان او خُلم دوې هغه ولسوالۍ دي، چې په کې د کدو کرکېله ډېره کېږي.
د سمنګان ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، تېر کال په دغه ولایت کې پر ۱۰ هکټاره ځمکه کدوان کرل شوی وو، چې شاوخوا ٢٢٠ ټنه د کدوانو حاصلات ترلاسه شوي وو.
احمدالله ستانکزی کلید راډيو سمنګان

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA