د جلال اباد ښار اوسېدونکي شبیر او عبدالمتین وايي، د پلو لارو بندېدل په دغه کوچني؛ خو له ګڼې ګوڼې په دې ډک ښار کې تګ راتګ ستونزمن کړی دی.
دوی د جلال اباد ښاروالۍ له مسوولینو غواړي، چې ښاري نظم ته جدي پاملرنه وکړي او پلی لارې دې د خلکو تګ راتګ پر مخ پرانېزي.
« یو خو ښار وړوکی دی بل زموږ خلک بی انصافه دي. مالدار به خپل موټر سړک منځ کې ودرولی وي او غریب به خپله کراچۍ په پلو لارو او لاره به یې بنده کړې وي.»
« دلته لارې دومره بندې وي، چې سړی پیاده هم نه شي تللی، له ښاروالۍ غواړو چې جدي اقدامات وکړي، د ښار د منظم کولو لپاره پلې لارې خلاصي کړي او څوک چې قانون نه مني مجازات یې کړي».
بلخوا د جلال آباد ښاروالۍ مسؤولین بیا ډاډ ورکوي چې د یادې ستونزې د حل لپاره له ګامونه واخلي.
د جلال اباد ښاروالۍ ویاند بختي جان مراد کلید ته وويل، چې دوی ښاري نظم په موخه جلال اباد کې ښار کې کمپاین پیل کړی دی.
«د شاروالی پلان دا دی، چې دغه خنډونه له منځه یوسي، هغه خلک چې پلو لارو ته راښکته شوي او یا هغه کسان چې خپلسري کوي او خنډونه رامنځته کوي، د هغوی مخنیوی کوي، په همدې موخه مو د ښار په ټولو ناحیو کې کمپین پیل کړی دی.»
دا په داسې حال کې ده چې په جلال اباد ښار کې کراچۍ او وسایط لرونکي له مسوولو ادارو غواړي چې په ښار کې د دوی د کاروبار لپاره مناسب ځایونه مشخص کړي، ترڅو د ګڼې ګوڼې ستونزه حل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ