ads

قطر د اسرائیلو او حماس ترمنځ له منځګړیتوبه ووت

قطر په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر د تړلو په تړاو وروستي راپورونه رد کړي؛ خو ويلي یې دي، چې د اسراییل او حماس ترمنځ یې د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو په برخه کې خپل منځګړیتوب ځنډولی دی.

نویسنده: Khalid Sahar
20 لړم 1403
قطر د اسرائیلو او حماس ترمنځ له منځګړیتوبه ووت

رویټرز خبري اژانس تېره ورځ (د لړم ۱۹مه) راپور ورکړی، چې قطر د امریکا په غوښتنه په دوحه کې د حماس سیاسي دفتر تړلی او لس ورځې وړاندې یې د دغه غورځنګ غړو ته یې ویلي چې له دغه هېواده ووځي.
خو د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه راپور رد کړی او په دوحه کې یې د حماس د سیاسي دفتر فعالیت د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو لپاره مهم بللی دی.
په اعلامیه کې راغلي، چې قطر لس ورځې وړاندې اسراییلو او حماس ته خبر ورکړی و چې که د اوربند او د بندیانو د خوشې کولو په اړه هوکړې ته ونه رسېږي، په دې برخه کې به خپلې هڅې ودروي.
د يادونې وړ ده چې په وروستيو مياشتو کې د امريکا، قطر او مصر په منځګړيتوب د اسراييلو او حماس ترمنځ د خبرو څو پړاوونه ترسره شوي، خو دواړه لوري د دايمي اوربند او د ټولو بنديانو د خوشې کولو په اړه هوکړې ته نه دي رسېدلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA