ناجيه ځلا د کنړ د شنو غرونو او زرخېزو کښتونو په منځ کې وزېږېده، په داسې وخت کې چې کورنۍ يې له ډېرو اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره لاس او ګرېوان وه. شپږ خويندې او يو ورور يې درلود، د دوی په کور کې به د ناهيلۍ فضا تل خپره وه. ځلا، چې د ماشومانو له ډلګۍ تر ټولو ډېر حساس او حساسيت لرونکې وه، له همغه کوچنيوالي په دې فکر کې وه چې ولې نجونې د ژوند ډېرو هيلو ته لاسری نه شي پیدا کولای.
هر ځل چې به د کور مخې ته له دروازې د باندې ماشومان په لوبو بوخت وو، ناجیې به له کړکۍ د دوی پر لور په حسرت کتل، سترګې به یې له ارمان څخه ډکې وې. هغه وخت به یې په زړه کې هيله وه چې کاش، هلک وای. هغې همېشه د دې ارمان درلود چې له کوره بهر وتلی وای، لوبې یې کړې وای، کرکټ او نور سپورټونه یې کړي وای، او کورسونو ته تللې وای. له ماشومتوبه، ناجیه د داسې یوه ژوند په خوب کې وه چې په کې د دې خپلې خوښې زده کړې، کار، او خپلواکۍ درلودای.
ناجیې يوه غښتلې اراده لرله، هغې پرېکړه کړې وه چې د کورنۍ ټولنيز بنديزونه او جنسيت توپيرونو ته غاړه نه ږدي. پلار او مور یې بې زده کړې وو، خو بیا هم هغوی پرېکړه کړې وه چې خپله لور په زده کړو بوخت وساتي، ځکه هغوی ليدلي وو چې د ناجیې زړورتيا او عزم د دې وړتيا لري چې يو ځل په ټولنه کې خپل ځان ثابت کړي. په کورنۍ کې یې له نجونو سره تل یو ډول توپیر کېده، او دا ترخې خاطرې د هغې په ذهن کې ژورې جرړې نیولې وې، خو هغې هوډ کړی و چې له دې خنډونو سره مبارزه وکړي.
هره ورځ به د ناجیې په زړه کې د نوو هیلو ځمکه خړوبېدله، هغې به خپله راتلونکې داسې تصور کوله چې يوه باجرئت او تحصيل کړې ښځه شي، چې د خپل ځان او نورو ښځو لپاره د حقوقو ساتونکې وي. په دې موخه هغې په زغم او حوصلې سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او په پای کې يې د ښوونځي دوره یې بريالۍ پای ته ورسوله. د ښوونځي له پای ته رسولو وروسته، د کانکور لپاره یې د سختې تیارۍ په موخه ډېر زحمت وګاله. هغه به هره شپه د خپلو درسونو پر کتابونو بوخته وه، خو کله چې یې په پای کې د کانکور له آزموینې تېره شوه، بریالۍ نه شوه.
هغه ورځ د ناجیې لپاره ډېره درنه او ناهيلې کوونکې وه، ځکه هغې له اوږدو هڅو سره، سره یې د خپلې موخې نتيجه ونه ليده. خو د هغې زړه او ذهن بیا هم د تسلیمۍ د منلو لپاره جوړ شوي نه وو. ناجیې په ځان کې د ماتې د منلو لپاره ځای نه درلود. هغې پرېکړه وکړه چې لا پياوړې شي او له دې خنډونو سره مبارزه وکړي.
ناجيه ځلا، له خپلو کورنيو او اقتصادي محدوديتونو سره سره، په ډېر عزم او اراده کابل ته ولاړه. هلته يې پرېکړه وکړه چې په اسلامي زده کړو کې خپل ځان ته يو ځای پيدا کړي. په دې وخت کې هغې د کابل په دارالعلوم کې، چې دیني زده کړې یې نیمګړې پاتې وې، پخپله غوښتنه بشپړې کړې. په کابل کې د څو مياشتو زده کړو وروسته، هغه بېرته کنړ ته ستنه شوه.
په دې وخت کې ناګاره د ژوند يو بل اړخ ورته مخ ته راغی. مور یې د دې غوښتنه وکړه چې نور یې باید کوژده وکړي. دا د ناجیې لپاره د هغې د هيلو پر خلاف يوه ترخه تجربه وه، ځکه دې غوښتل چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او د خپلو خوبونو لړۍ تعقیب کړي؛ خو د کورنۍ لپاره یې پر دې غوښتنه سر ښکته کړ او کوژده يې ومنله.
کله چې يې د خپل ژوند له ملګري سره وپېژندل، پوه شوه چې هغه بېسواده دی او د کنړ ښار په يوه کوچني دوکان کې فلز کاري کوي. د ناجیې په زړه کې د هغې هيلې نورې مړې شوي خو بیا هم يې د زړه په ګوګل کې د پوهې او پوهنې ارمان سوځېده. دې په زړورتيا سره خاوند ته خپله هيله بیان کړه چې د ښځو د حقونو مدافع وکيله شي یا روانشناسه، خو په داسې حال کې چې خاوند يې ډېرې زده کړې نه درلودې، خو بیا يې هم دې ته په دې اړه ډاډ ورکړ.
د خاوند د همکارۍ برکت و چې ناجیې په پوهنتون کې خپلو زده کړوته دوام ورکړ او بالاخره یې په کنړ پوهنتون کې خپلې زده کړې بشپړې کړې. د پوهنتون له فارغېدو سره، دې په یو ښوونځي کې دنده پیل کړه او د زده کوونکو لپاره یې ځان د الهام یو سمبول جوړ کړ. هره ورځ به دې زده کوونکو ته تشویقي خبرې کولې او په دې هڅه کې وه چې هغوی د خپلو خوبونو د ترلاسه کولو لپاره اراده جوړه کړي.
په دې وخت کې سياسي او نظامي حالاتو د هغې د کار مخه ونيوله. د دندې له لاسه وتلو سره يې خاوند هم له مالي مشکلاتو سره مخ شو، ځکه چې دوکان یې چور شوی و. د دواړو لپاره دا یو سخت مهال و. دوی بېرته کلي ته ولاړل او هلته له تريخ ژوند سره مخ شول، خو ناجیې خپله هیله نه وه بايللې. دې خپل سرو زرو ته کتل او پوه شوه چې وخت د دوی د زحمت او صبر نتیجه غواړي. هغې خپلې ګاڼې خرڅې کړې او خاوند ته یې یو موبايل ورکشاپ او خرڅلاو دوکان پرانېست. دا د هغه وخت سمبول وه چې دوی بیا له ستونزو سره مخامخ شول او يو بل ته د ملا تړ جوګه شول.
د وخت په تېرېدو، دوی په کنړ ښار کې یو نوی ژوند پیل کړ. ناجیې یو ځل بیا په طبي مشاوري انستیتوت کې زده کړې پیل کړي او ورستي سمستر ته رسېدلې ده او د ژوند لپاره نوې هيلې او موخې لري اوس مهال، دوی د درېیو زامنو مور او پلار دي چې له منځه يې دوه زامن په ښوونځي کې اول نمره ګان دي او دا هغه څه دي چې د دوی په ژوند کې د زحمتونو نتيجه ګڼل کېږي.
ناجيه ځلا د یوې داسې ښځې کیسه ده چې له ستونزو، محدوديتونو او ټولنيزو بنديزونو سره مخ وه، خو په خپله هوډ او زړورتيا سره يې د دې ټولو ننګونو مخه ډب کړه او د بريا لاره يې پرانېستله. هغې خپل ژوند په خپله عزم او قوي ارادې جوړ کړ او هره ستونزه یې د خپل پياوړي روح لپاره یوه ازموینه ګڼله.