ads

ټرمپ بیا جمهور رئیس شو؛ د افغانستان پر وړاندې به یې سیاست څه وي؟

د لومړنیو پایلو له اعلان سره سم د امریکا په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ د ۲۷۹ الیکټورل کالج رایو په ترلاسه کولو سره دغه انتخابات وګټل.

کلید نیوز
16 لړم 1403
ټرمپ بیا جمهور رئیس شو؛ د افغانستان پر وړاندې به یې سیاست څه وي؟
Former US President and Republican presidential candidate Donald Trump speaks during a campaign rally at PPG Paints Arena in Pittsburgh, Pennsylvania on November 4, 2024. (Photo by CHARLY TRIBALLEAU / AFP) (Photo by CHARLY TRIBALLEAU/AFP via Getty Images)

د لومړنیو پایلو له اعلان سره سم د امریکا په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ د ۲۷۹ الیکټورل کالج رایو په ترلاسه کولو سره دغه انتخابات وګټل؛ خو اوس پوښتنه دا ده چې د ټرامپ په شتون به کې د افغانستان په تړاو د امریکا د لویې کچې په پالیسۍ کوم بدلون راشي او کنه؟
دا پوښتنه په داسې حال کې مطرح ده چې ټرامپ په انتخاباتي کمپاینونو کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو او دوحې تړون څه د خپلې سیالې کاملا هاریس په وړاندې، د یوه تبلیغاتي فاکتور په توګه ګټه پورته کوله.
ټرمپ تر ډېره جموریت پالي په دې تورنول چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو بهیر د دوی له خوا ګډوډ او نامنظم وو، خو له بلې خوا کاملا هاریس له دې امله ټرمپ ته ګوته نیوله چې نوموړی د دوحې طراح دی او تر هغه وروسته چې څه پېښ شوي، هغه ته متوجه دي.
په ټوله کې دغو دواړو کاندیدانو د افغانستان په تړاو د همدغو پورتنیو شعارونو او موضوعاتو په مطرح کولو سره دا هڅه وکړه چې د خپلو پلویانو باور خپل کړي.
خو، اوس چې ډونالډ ټرمپ یو وار بیا د امریکا جمهور رئیس ټاکل شوی، پوښتنه دا ده چې د ده په تاکل کېدو سره به د افغانستان په نسبت د امریکا په سیاستونو کې کوم مثبت بدلون راشي او کنه؟
د نړیوالو اړیکو یو شمېر افغان کارپوهان په دې بارو دي چې د کاملا هاریس پالیسي د بایډن حکومت د پالیسیو دوام ګڼل کېده، خو د ټرمپ په راتګ سره به ممکن په ځینو برخو کې بدلونونه تر سترګو شي.
سیاسي کارپوه او پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج وايي، ممکن په لویه کچه د نړۍ په نسبت د امریکا په سیاستونو کې ډېر ژور بدلون رانه شي، خو په اختصاصي کچه ټرمپ د افغانستان او ځینو نورو هېوادنونو په اړه جلا لید لوری لري او دغه لید لوری به د امریکا د لویې کچې پالیسي اغېزمنه کړي.
«کېدای شي چې جمهوديت غوښتونکي د افغانستان خواته توجع ډېره کړي ځکه چې د ډونالډ ټرمپ له خبرو هم څرګندېده چې دوی افغانستان ته پام کوي او خامخا به اغېز ولري، خو بل لور ته ډیموکراټان زیاتره دا هڅه کوي چې بندیزونه زیات وضع کړي او پام یې ډېر پاکستان ته وي. په ټوله کې د امریکا بهرنی سیاست د ټولې نړۍ لپاره ښکاره او څرګنده ده او هغه د خپلو ملي ګټو پر بنیاد پر مخ بیايي.»
بل سیاسي کارپوه روح الله هوتک بیا په دې باور دی چې په امریکا کې جمهور رئیسان یوازې اجرايي مدیران دي او مجبور دي د خپلو پالیسیو جوړونکې پالیسي تطبیق کړي.
نوموړی زیاتوي چې د امریکا پالیسي د افغانستان په اړه د دواړو سیاسي ګوندونو له‌خوا تر یو حده یو شان وه، خو یوازې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په لارو چارو یې د نظر اختلاف درلود.
«زما په نظر د امریکا پالیسي په نړیواله کچه او په کور دننه یوازې یو فرد پورې تړلی نه دی بلکی دا یو دومداره پالیسي ده چې کلونو کلونو امریکا د ملتونو ګټو په خاطر تطبیقېږي او فرد په هغه کې کوم تغیر نه شي راوستلی. هغه څوک په راس د قدرت ته رسېږي یوازې پالیسي تطبیقونکي وي.»
اسلامي امارت د روانې اوونۍ دوشنبې په ورځ وویل چې دوی له امریکا غواړي چې د افغانستان پر وړاندې واقع بینانه سیاست غوره کړي.
د اسلامي امارت مرسیال ویاند حمد الله فطرت په دې اړه وویل:
«د افغانستان اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې پالل غواړې. زموږ لپاره مهمه دا ده چې هر څوک امریکا کې د چارو واګي په لاس کې اخلي هغه باید د افغانستان په اړه واقعی بینانه سیاسیت غوره کړي.»
دا په امریکا کې د جمهوري ریاست ۶۰م انتخابات وو او ډونالډ ټرمپ به د ۴۷م جمهور رئیس په توګه د ۲۰۲۵میلادي کال د جنورۍ په ۲۰مه د لوړې مراسم ترسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA