دوی وايي، دا ماڼۍ د هېواد له ښکلو تاریخي سیمو ده او له مسوولینو یې د بیارغونې غوښتنه کوي.
د سمنګان ولایت اوسېدونکي اکرام او ولي شاه په دې اړه وایي:
« د جهان نما قصر ډېری برخې ویجاړې شوي دي، دا زیات تاریخي ځای دی، له حکومت نه غواړو، چې دې مکان ته دې توجه وکړي او د بیارغولو چارې دې پیل کړي.»
« زه د جهان نما له بڼ سره نږدې د خوراکي توکو یوه هټۍ لرم، کله چې سیلانیان زیات وي زمونږ دوکانداري هم کېږي او چې کم وي بیا زمونږ کار هم خراب وي؛ هر موسم کې دغه بڼ ته سیلانیان راځي؛ خو د پسرلي وخت کې بیا زیات وي له هر ځایه دلته خلک راځي.
دوی زیاتوي، که دغه تاریخي ماڼۍ ورغول شي؛ نو د کورنیو او بهرنیو سيلانيانو پام به ځان ته ور واړوي.
په همدې حال د فرهنګي چارو یو شمېر کارپوهان وایي، د جهان نما ماڼۍ له بیارغونې سره به سیلانیان زیات او د دغې ماڼۍ تاریخي برم به بېرته را ژوندی شي.
فرهنګپوه سجاد موسوي په دې اړه وایي: «د جهان نما ماڼۍ یوه لویه تاریخي مخینه لري او دا ماڼۍ باید جوړه وساتل شي، ځکه په دې سره به د سیلانیانو پام هم زیات شي او دغه راز به جهان نما بڼ بیا پخوانی نوم خپل کړي. همدارنګه د سیمې اوسیدونکو په اقتصادي او فرهنګي برخه کې هم مهم رول لري؛ نو مسوولو ادارو ته په کار ده، چې د مملې بڼ او دغه راز په سمنګان ولایت کې نورو تاریخي ځایونو ته پام زیات کړي.»
بلخوا د جهان نما تاریخي ماڼۍ د ساتنې او څارنې مسوول قاري عبدالوکلیل عمیر وایي، له دغه ماڼۍ او قصر څخه په ورځني ډول شاوخوا ۲۰۰ کورني او بهرني سیلانیان لیدنه کوي، چې ډېری برخه یې کورني سیلانیان دي.
« هره ورځ د جهان نما قصر څخه شاوخوا ۱۵۰ کسانو کورني او نږدې ۵۰ بهرني سېلانیان لیدنه کوي، چې ټولیز شمېر ۲۰۰ کسانو ته رسېږي.»
په همدې حال د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي ډاډ ورکوي او وایي، هڅه کوي ترڅو لرغونې سیمې او اماکن ترمیم او بیاروغوي.
د سمنګان ولایت د والي ویاند، عصمت الله مرادي په دې اړه کلید ته وایي:
« زموږ هڅه پر دې ده، چې د جهان نما تخریب ځایونه بیاځل ورغوو. په دې اړه د سمنګان ولایت مقام له اطلاعاتو او کلتور ریاست په ګډه همغږۍ هڅه کوي؛ ترڅو تاریخي او لرغوني آبدې ترمیم کړي.»
جهان نما تاریخي ماڼۍ د سمنګان ولایت د خلم ولسوالۍ اړوند، په تاشقرغان سیمه کې شتون لري.
دغه ماڼۍ د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پرمهال ۱۶۷ کاله وړاندې په ۱۲۳۶ لمریز کال کې جوړه شوې، چې بیا د هېواد د وخت د ولسمشر ظاهرشاه د حکومت لهخوا یې ویجاړې برخې ورغول شوې او له هغې مودې راوروسته بیاځل یې د ترمیم او مرمت چارې نه دي ترسره شوي.