ads

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په لړ کې د ډونلډ ټرمپ مخکښ کېدل

د امریکا د ټاکنو مسولین وایي چې د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنې په ختیځو ایا لتونو کې پای ته ورسېدې او لومړنۍ پایلې ښيي چې د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ مخکې دی.

عزیزی
16 لړم 1403
د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په لړ کې د ډونلډ ټرمپ مخکښ  کېدل

د ډونلډ ټرمپ او کاملا حاریث ترمنځ د ټاکنیز کمپاین پر مهال ترسره شوې نظرپوښتنې ښیي چې د دغو دوو کاندیدانو تر منځ نژدې سیالي ده او دا اټکل نه‎شي کېدای چې څوک به دغه ټاکنې وګټي.
خو د لومړنیو پایلو له مخې ډونلډ ټرمپ په الاباما، فلوریډا، میسوري، اوکلاهوما او ټینیسي ایالتونو کې مخکښ دی او تر اوسه یې ۲۰۷ کالج رایې ګټلې دي او کاملا حاریث د ډسټرکټ آف کولمبیا، مریلنډ او میساچوسټس ایالتونو کې مخکښه ده او تر اوسه پورې یې 99 کالج رایې ګټلي دي
د یادونې ده، چې د ټاکنو د ګټلو لپاره د رایې شمېر ۲۷۰ دی او له دې پایلې سره ډونالډ ټرمپ بریا ته نږدې ښکاري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA