د ارګ له لوري تېره ورځ (د لړم ۵مه) په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې یاد پانګوال د کانونو د استخراج، د هوايي چلند د امنیت او مسلکي کدرونو د روزنې، د روغتیا او په ځينو نورو برخو کې پانګونې ته لېواله دي.
دوی دغه راز ویلي، په افغانستان کې د پانګونې شرایطو او له پانګهوالو د اسلامي امارت ملاتړ، بهرمېشتي پانګهوال او شرکتونه هڅولي، چې په دغه هېواد کې کار وکړي.
په کتنه کې د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو را وروسته ډېر تمرکز پر اقتصادي پیاوړتیا شوی او په تېرو درېیو کلونو کې په دې برخه کې ډېرې هڅې شوې دي.
نوموړي یادو پانګوالو ته ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت به ټولو پانګوالو ته د پانګونې لازمې اسانتیاوې او شرایط برابر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم یو شمېر بهرنیو پانګوالو د هېواد په بېلابېلا برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ