یاد وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي چې دغه صادارات هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو، روسیې، چین، برېټانیا، جرمني، کاناډا او ازبېکستان ته شوي دي.
بلخوا، د وچې میوې ځینې سوداګر وايي، د وچې میوې د صادراتو د زیاتوالي لپاره اړتیا ده چې د پروسس په برخه کې یې اسانتیاوې رامنځته شي او د ویزې په برخه کې هم ستونزې حل شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، ډيری وچه میوه هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو، روسیې، چین، برېټانیا، جرمني، کاناډا او ازبېکستان ته صادریږي.
د یادونې ده چې که څه هم د افغانستان د صاداراتو او وارداتو توازن سره برابر نه دی خو د افغانستان د صادراتو لویه برخه وچه میوه ده.