د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام «UNDP» مسوولین وايي، په افغانستان کې یې له زرګونه متشبثو ښځو سره د کار په برخه کې مرسته او مالي ملاتړ کړی.
دوی وايي، د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې یې لسګونه زره خلکو ته کوچني او متوسط کارو بارونه هم برابر کړې دي.
د یاد پروګرام مشر سټیفن روډریګز کلید سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې تر اوسه ۷۵ زره متشبثو ښځو ته په خیاطۍ. غالۍ اوبدلو، تولید او نورو برخو کې د کار زمینه برابره کړې تر څو وکولای شي له همدې لارې ځان او خپلې کورنۍ وساتي.
«موږ له ۲۰۲۱ میلادې کال راهیسې په افغانستان کې له ۷۵ زرو متشبثو ښځو سره په مختلفو برخو کې چې کوچنی کاروبار کوي مرسته کړي. ما ډېرې ښځې لیدلی چې خیاطي کوي. ما په هرات کې یوه ښځه ولیده چې ۵۶ نور ښځو ته یې دکار زمینه برابره کړې وه دوی د خیاطۍ، غالۍ اوبدلو، لبنیاتو او نورو برخو کې کار کاوه، موږ د ښځو تر څنګ د سړو لاسنیوي هم کوو.»
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې یاد پروګرام د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې سلګونه د اوبو رسولو کانالونه، کاریزونه ډیمونه او کوچني چک ډیمونه هم جوړ کړي دي.
د سټیفن په خبره، دوی پر پراختیايي پرګرامونو سربېره په روغتیايي او انرژۍ تولید برخه کې هم ګڼ فعالیتونه تر سره کړي.
نوموړی په دې اړه وویل:
«موږ په افغانستان کې په سلګونه لومړنیو ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو او روغتونونو کې د لمزیزې برېښنا اسانتیاوې برابرې کړې دي. راتلونکې میاشت کې موږ پلان لرو چې خوست ولایت په یوه روغتون کې د برېښنا ۵۰۰ کیلو واټه ظرفیت لرونکې دستګاه فعاله کړو. له دې پرته موږ په افغانستان کې د روغتیايي سیسټم سره هم مرسته کوو.»
ورته مهال د اقتصادي چارو شنونکي هم د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د فعالیتونو ستاینه کوي او د یادې ادارې لهخوا د پراختیايي پروژ تطبیق د هېواد لپاره ګټور بولي.
د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وايي:
«د کانالونو او چک ډیمونو جوړول او د کرنې او روغتیا برخې ته پراختیا ورکول د یو هېواد لپاره ګټور مسایل دي او په کار ده چې لا ډېر پراختیا ورکړل شي، ځکه دا یو مثبت او اړین ګام دی.»
هڅه مو وکړه په دې اړه د اقتصاد وزارت مسولینو نظر هم را واخلو، خو په اخیستلو یې بریالي نه شو.
خو، څه موده وړاندې د مالیې وزارت مسوولینو د یادې ادارې له مسوولینو سره د لیدو پر مهال د د دوی له فعالیتونو ستاینه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې په افغانستان کې له رامنځته شويو فرصتونو څخه په استفادې، سترې پراختیایي پروژې پيل کړي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام مسوولین وايي، دوی له پراختیايي پروګرامونو پرته په افغانستان کې د روغتیایې سیسټم ملاتړ هم کوي او د ملاریا، نري رنځ او ایډز ناروغیو د مخنیوي لپاره لوی نړیوال پروګرام لري چې په ټول افغانستان کې د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د وضعیت ښه کېدو لپاره کار کوي.