سیاسي معاونیت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې په دې په دغه کتنه کې رابرټ ډېکسن له سرپرست حکومت سره پر تعامل ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د راتلونکو خبرو اترو لپاره د دواړو لورو ډېرې کتنې ضروري دي.
اعلامیه زیاتوي چې نوموړي ژمنه وکړه چې برېټانیا به د لویدیځو او سرپرست حکومت ترمنځ اړیکو ته لار هواره کړي.
په دې کتنه کې سیاسي مرستیال د رابرټ ډېکسن راتګ ګټه ور وباله او زیاته یې کړه چې له نړۍ سره تعامل او په هېواد کې دننه ستونزو د حل په هدف خپل کار ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په وار وار ویلي چې غواړي له نړۍ سره خپلې اړیکې پراخې کړي .