یاد معاونیت په خپله ایکس پانه د دغو سوداګرو په حواله لیکلي چې که په صنعتي ښارګوټو کې ځمکه ورکړل شي په تولیدي برخه کې به هم کار پیل کړي.
د یادې ټولنې غړو زیاته کړې، افغان سوداګر په هېواد کې لا ډېرې پانګونې ته لېواله دي چې له دې لارې به په مستقیم او غیرمستقیم ډول زرګونه کاري فرصتونه رامنځته شي.
دغه راز په دې لیدنه کې سیاسي مرستیال په کور دننه د افغان سوداګرو پانګونه مهمه بللې او پانګوالو ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په کور دننه او بهر پانګوالو څخه غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او دوی ته هر ډول اسانتیاوې برابرې شوې دي.