ads

تېره میاشت له هېواد څخه د ۱۷۳.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات

د احصايي او معلوماتو ملي اداره وایي چې تېره میاشت له هېواد څخه د نږدې ۱۷۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

عزیزي
3 لړم 1403
تېره میاشت له هېواد څخه د ۱۷۳.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات

یادې ادارې د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي چې د روان لمریز کال د وږي په میاشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۷۳.۹ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۹۵۴.۱ ميليون ډالرو ته رسېږي، په داسې حال کې، چې د همدې کال په زمري مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۳.۳ میلیونو ډالرو ته رسېده.
د خبرپاڼې له مخې د ارقامو دا تحلیل ښيي، چې د روان کال د وږي مياشتې د صادراتو ارزښت د زمري مياشتې د صادراتو په پرتله ۷۰.۶ ميليونه ډالره ډېروالی ښیي.
د احصايې او مالوماتو ملي ادارې ویلي، چې د ۱۴۰۳ کال په وږي میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هندوستان او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو ډېر واردات بیا له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په قزاقستان کې د افغان او قزاق سوداګرو لپاره یو نړیوال نندارتون پرانیستل شو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت چار واکو له لاسته راوړنو ډک بللی وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA