ads

په هېواد کې اقتصادي ستونزې او له کبله یې په خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو ډېرېدل

د صحت طفل په روغتون کې یو شمېر میندې وايي، چې د دوی د ماشومانو په خوارځواکۍ د اخته کېدو لوی لاملونه مناسبو خوړو ته نه لاسرسی، بېوزلي او اقتصادي ستونزې دي.

اسلام الدین احمدی
2 لړم 1403
په هېواد کې اقتصادي ستونزې او له کبله یې په خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو ډېرېدل

سهار لس بجې وې چې د صحت طفل روغتون ته راغلم ، په دهلیزونو کې د ماشومانو ژړا او زګېروي وو، ډاکټران که څه هم ستړي معلومېدل ، خو په چټکۍ سره یې د ناروغانو کتنه کوله ، ستړې او بې خوبه میندې هم د دهلیزپه هره خوا کې تر ستګو کېدلې
دخوار ځواکه ناروغانو یوې کوټې ته ننوتم، په دې خونه کې دوه ویشت خوارځواکي ماشومان، چې په هر چپرکټ کې دوه ماشومان دي، بستر دي.
د دې کوټې د ناروغانو موظف ډاکټر له میندو څخه د هغوی د ماشومانو پوښتنه کوي ، میندې هم په خورا هیله مندۍ ورته د خپل ناروغ ماشوم حال بیانوي
په دې خونه کې دوه غبرګوني ماشومان شته چې ټول بدن یې زخمې او پوستکی یې پرې شوی دی، د دغو دوو ماشومانو مور طاهره نومېږي او د خپلو ماشومانو د درملنې لپاره له بدخشان ولایت څخه کابل ته راغلې، طاهره وایي چې ۱۳ ورځې کېږي چې ماشوم یې د خوارځواکۍ له کبله دلته بستردی نوموړې وایي ماشوم یې د شلو ورځو وو چې په دې نارغۍ اخته شوی
ما له طاهرې څخه د هغې د ماشومانو د ستونزې پوښتنه وکړه نوموړې وویل.
زما ماشومان له شلو ورځو راهیسي په خوارځواکۍ اخته وو. موږ د بدخشان روغتون ته لاړو، هلته دوی د 16 ورځو لپاره په روغتون کې بستر کړ تر هغه چې وزن یې نورمال حالت ته راشي. ډاکټرانو موږ ته دوه ډوله شیدې معرفي کړې چې تاسو باید خپلو ماشومانو ته ورکړئ. خو دا چې د شیدو بیه لوړه ده او د اخیستلو توان یې نه لرو، نو له بازاره مې د دوی لپاره شیدې راوړې نو هغه شیدې ورباندې بدې ولګېدې او بېرته یې وضعیت خراب شو.
طاهره وايي، چې د اتو ماشومانو مور ده او کله چې يې د خپلو ماشومانو له ستونزو خبره شوه، نو سمدستي يې په بدخشان کې ډاکټرانو ته مراجعه وکړه ، خو ډاکټرانو ورته وويل، چې د ماشومانو ستونزه يې د پوستکي حساسیت دی، نو همغه وو چې خپل ماشوم کابل ته راوړي.
درملنه
ما له طاهرې څخه وپوښتل چې ایا هغې د امیندوارۍ پرمهال خپلې تغذیې ته پاملرنه کړې؟ او ایا هغه د امیند وارۍ پرمهال د معایناتو لپاره ډاکټر ته تللې که نه؟
نوموړې په دې اړه راته وویل
: “زما مېړه کومه خاصه دنده نه لري، او چې کوم کار پيدا کړي، هغه هم ډېره موه وروسته ګذاره مو نه کېږي، او زموږ اقتصاد ښه نه دی، له همدې امله زه يوازې د میندوارۍ پر مهال دوه ځله کلينيک ته تللې وم، ځکه مېړه مې غريب دی او زه نشم کولی هره میاشت ډاکټر ته لاړ شم.”
د طاهرې څنګ ته ناسته بله مېرمن فرخنده نومېږي ، په زنګانه یې پروت ماشوم له سختې خوار ځواکۍ ځورېږي، د فرخندې له سترګو راته معلومېدل چې سخته خواشینې ده او همدا اوس یې له اوښکو خپلې سترګې د ټیکري په پیڅکه پاکې کړې فرخنده وایي چې کوجنۍ سومیه یې یو کلنه ده او همدا یې لومړنۍ ماشوم دی
فرخنده وايي چې له کندزه راغلې او یوه کلنه سمیعه یې لومړنۍ ماشومه ده چې له سختې خوارځواکۍ سره مخ ده، نوموړې په اړه زیاتوي:
“په لومړیو کې زما ماشوم د ګردو په ناروغۍ اخته وو او د هغه ګرده پړسیدلې وه، موږ کندز کې ډاکټر ته لاړو، هغه هلته نږدې 18 ورځې په روغتون کې بستر و، هلته یې وضعیت خراب شو، دوی موږ ته وویل چې کابل ته لاړ شو. او موږ پیسې نه درلودې، نو موږ کابل ته د راتلو لپاره پیسې واخیستې، خو اوس ډاکټران وايي چې ستاسو لور د خوارځواکۍ ستونزه لري.”
فرخندې په ژړغوني غږ زیاته کړه چې له دریو میاشتو راهیسې یې کوچنۍ ماشومه په دې ناروغۍ اخته شوې ، نوموړې وایي چې خاوند یې بیکاره دی، په کور کې څه نه لري ، دلته هم د پور په پیسو راغلي، فرخنده وایي چې د میندوارۍ پرمهال د بې وسۍ له کبله هیڅکله کلینیک ته نه ده تللې
“زما مېړه وزګار او لور مې ناروغه ده، تر اوسه مو ډېر پور اخیستی او مېړه مې هېڅوک هم نه لري. زما له واده درې کاله تېر شول، کله چې امیندواره وم، موږ کلینیک ته نه وو تللي په کابل کې هیڅوک نه لرو، زه هم د دریو میاشتو میندواره یم.
خو يو شمېر ډاکټران وايي چې په ماشومانو کې خوارځواکي هغه ناروغي ده چې اصلي لامل يې په ماشومانو کې د مغذي خوړو کمښت او نا مناسب خواړه دي او دا ناروغي پخپله په ماشومانو کې د بېلابېلو ناروغيو لکه د تنفسي ناروغيو، د ځيګر او د زړه د ناروغيو لامل ګرځي.
د ماشومانو د خوارځواکۍ متخصص ډاکټر احمدحق شېرزاد وايي:
“تغذيه په دوه ډوله ده، لومړی يې او آر لوشن او دويم يې مي لوشن دی. په دغه روغتون کې د تغذيې له امله ډېری ماشومان له دويم ډوله دي، د دې ناروغۍ لامل هم په دوه ډوله دی. لومړی يې لومړني فکتورونه او دوهم یې ثانوي عوامل دي چې د ماشومانو واکسینونو ته نه پاملرنه شامل دي
ډاکټران وايي، د دې ناروغۍ د درملنې لپاره باید لومړی لامل وپېژندل شي او بیا یې درملنه وشي.
ډاکټر عادل ارین د خوارځواکۍ د درملنې په اړه وایي “د دې ناروغۍ د درملنې لپاره، موږ باید لومړی د ناروغۍ لامل وپیژنو او هغه ناروغان چې په سخته خوارځواکۍ نه وي اخته شوي،له روغتون څخه بهر یې هم درملنه کیږي. دوی ته څو ډوله شیدې ورکول کیږي. هغه ناروغان چې په سخته خوارځواکۍ اخته وي باید په روغتون کې بستر شي.”
بل خوا د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې په هېواد کې د سختې او متوسطې خوارځواکۍ د څه باندې ۹۳۴ زره ناروغانو درملنه شوې او په تېرو درېیو کلونو کې یې د خوارځواکۍ د درملنې نږدې ۳۲۰۰ مرکزونه جوړ کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان زمان وايي:
“په تیرو دریو کلونو کې د خوارځواکۍ د میندو او ماشومانو د درملنې لپاره شاوخوا ۳۲۰۰ روغتیایی مرکزونه جوړ شوي او په تیرو شپږو میاشتو کې په هیواد کې د سختې او منځنۍ خوارځواکۍ د شاوخوا ۹۰۰او ۳۴ زره ناروغانو درملنه شوې چې له دې جملې څخه شاوخوا ۶۰۰ زره د دې ناروغانو څخه په متوسطه خوار ځواکۍ اخته وو او د دې ناروغانو څخه ۲۰۰او ۳۴ زره یې په شدیده خوارځواکۍ اخته وو.
نوموړی همدارنګه زیاتوي، چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیا اداره شاوخوا ۳۴ زره کسان تشکیل لري او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی د پخوا په پرتله زیات شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمیټې او د سرې میاشتې ټولنې د یوه ګډ راپور په خپرولو سره ویلي وو چې دمګړۍ په افغانستان کې ۳.۲ ملیونه ماشومان او ۸۴۰ زره شیدې ورکوونکې او میندواره مېرمنې په شدیده خوار ځواکۍ اخته دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA