خو دې غونډې ته داسلامي امارت استازی نه دی وربلل شوی، تر دې وړاندې د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په دغه غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې وه.
نوموړي د تېرې سپټمبر میاشتې په ۲۴مې ویلي وو، دوی د برېکس سازمان له غړو هېوادونو سره ښې اقتصادي اړیکې او سوداګریزه راکړه ورکړه لري، نو پهدې غونډه کې د ګډون غوښتنونکي دي.
د روانې اکټوبر میاشتې په پیل کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د مسکو د مشورتي فورم له غونډې وروسته وویل، برېکس غونډې ته د اسلامي امارت بلنه یوازې دوی نه، بلکې د دې سازمان په ټولو غړو پوره اړه لري.
برېکس، چې یو اقتصادي سازمان دی په ۲۰۰۹م کال کې د روسیې په نوښت جوړ شو چې برازیل، روسیه، هند او چین یې لومړني غړي وو.
دغه سازمان، چې نوم یې د غړو هېوادونو د نومونو له لومړیو تورو جوړ دی، د جنوبي افریقا له غړیتوب وروسته له برېک څخه په برېکس بدل شو.
خو ایران، متحده عربي امارات، مصر او ایتوپیا یې تازه غړي دي.