ads

په خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو او میندو په اړه د سره صلیب اندېښنه

د سرې میاشتې او سره صلیب نړیوال فدراسیون وایي چې دا مهال په ټول افغانستان کې درې میلیونه او ۲۰۰زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۸۴۰زره امیندواره او شیدې ورکوونکې میندې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

عزیزی
1 لړم 1403
په خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو او میندو په اړه د سره صلیب اندېښنه

یاد فدراسیون په خپله ایکس‌پاڼه د یو ګډ راپور په خپرولو سره ویلي چې له دې شمېره ۱.۷ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د دې ماشومانو او میندو تر ټولو لوړه کچه په کندهار او پکتیکا ولایتونو کې ده.
یاد فدراسیون ویلي چې د خوارځواکۍ د بېسارې کچې د لوړېدو لاملونه د ۲۰۲۴م کال د مې او سپټمبر میاشتو تر منځ موده کې د دوامدارې وچکالۍ، طبیعي پېښو، له مېنو د خلکو د بې‌ځایه کېدو، د خوړو نه خوندیتوب، بې‌کاري او د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت دی.
د یادونې ده چې د سږ کال له پیله تر اوسه د ګڼو اقتصادي ننګونو تر څنګ وچکالیو او شدیدو سېلابونو او ورښتونو هم د هېواد اکثره ولایتونه وځپل او آن زرګونه کورنۍ یې له خپلو مېنو بې ځایه کېدو ته اړ ې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA