ads

راتلونکې اوونۍ په قزاقستان کې افغان – قزاق نندارتون جوړېږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، راتلونکې اوونۍ د قزاقستان په الماتا کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو لپاره څلور ورځنی نندارتون جوړېږي.

نویسنده: Khalid Sahar
23 تله 1403
راتلونکې اوونۍ په قزاقستان کې افغان – قزاق نندارتون جوړېږي

د یاد وزارت له لوري تېره ورځ یکشنبه (د تلې ۲۲مه) په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې نندارتون کې به د افغانستان تولیدات او محصولات په ۶۷ غرفو کې نندارې ته وړاندې شي.

خبر پاڼه زیاتوي، چې د افغان – قزاق په دې نندارتون کې به د سوداګریز اتصال کنفرانس، سوداګریزې ناستې او د دواړو هېوادنو د چارواکو ترمنځ دوه اړخیزه ناستې هم وشي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون به د اکټوبر په ۱۹مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲مې دوام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA