ads

په سمنګان ولایت کې پر ۱۳ زره بزګرانو د اصلاح شويو تخمونو وېش

ځايي چارواکي وایي په سمنګان ولایت کې پر ۱۳ زره بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره وېشل شوې

احمد الله ستانکزی
19 تله 1403
په سمنګان ولایت کې پر ۱۳ زره بزګرانو د اصلاح شويو تخمونو وېش

د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې د یوه مرستندویه بنسټ له‌خوا پر څه باندې ۱۳ زره بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ووېشل شوه.
د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر عبدالخلیل کریمي وایي، له هر بزګر سره یوه بوجۍ اصلاح شوی د غنمو تخم، یوه بوجۍ توره او یوه بوجۍ سپینه کیمیاوي سره مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې څه باندې لس زره افغانۍ کېږي.
کریمي همداراز له بزګرانو غواړي، چې له یادو تخمونو سمه ګټه واخلي؛ ترڅو په راتلونکي کې له طبیعي افتونو پرته ښه حاصل تر لاسه کړي.
« په سمنګان ولایت کې د یوه بنسټ لخوا په ۱۳۹۰۰ بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي کوډ ووېشل شو، چې په دې کې یوه بوجۍ غنم، تور او سپین کوډ شامل دی.»
په ورته وخت کې د سمنګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ چارو رییس، هدایت الله ولید وایي، په وېشل شويو تخمونو کرنیز درمل پاشل شوي، چې یوازې د کرکېلې لپاره ګټه اخیستل کېږي او په خبره یې، هر کال د بزګرانو ملاتړ لپاره دې ته ورته پروګرامونه تر لاس لاندې لري.
« په دې تخمونو درمل پاشل شوي او دا د خوړلو نه دي؛ بلکې له دې د تخم په توګه استفاده کېږي. هیله‌مند یو چې بزګران ترې ښه حاصلات ترلاسه کړي.»
بلخوا هغه بزګران، چې اصلاح شوي تخمونه یې ترلاسه کړي خوښ دي؛ خو د طبيعي افتونو د مخنيوي لپاره د لازياتو همکاريو غوښتنه کوي.
بزګر نورالله او عبدالله یې په اړه وایي:
« یوه بوجۍ غنم، یوه بوجۍ تور او یوه بوجۍ سپین کوډ چې ۵۰ کیلوګرامه دی، موږ ته یې راکړ. د اصلاح شويو تخمونو ښه والی دا دی، چې له طبیعي افتونو او وچکالی څخه امن وي.»
« ډېر خوښ یم، چې د اکشنید مؤسسې له لوري اصلاح شوي غنم او د کوډ مرسته راسره وشوه. له مسوولینو غواړو، چې د کښتونو د فصل پرمهال له بزګرانو سره د افتونو د مخنیوي په برخه کې کمک او همکاري وکړي.»
سمنګان یو له هغه ولایتونو څخه دی، چې زیاته برخه وګړي یې په کرنه او‌ مالدارۍ بوخت دي او له همدې کبله په دغه برخه کې د حکومت ملاتړ ته اړتیا لري.
د سمنګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالوماتو له مخې، تېرو کلونو ته په کتو سږکال په دغه ولایت کې د غنمو په حاصلاتو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA