ads

د مېس عينک پر کان له پنځو ميليارد ډالرو زياته پانګونه

چینايي پانګه‌وال وايي، د مېس عینک د کان په لومړی برخه به له پنځو میلیارده ډالرو څخه زیاته پانګونه وکړي.

نویسنده: Khalid Sahar
19 تله 1403
د مېس عينک پر کان له پنځو ميليارد ډالرو زياته پانګونه

د ارګ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د مېس عینک کان د لومړني قراردادي شرکت رییس سونګ ون بینګ او ورسره مل پلاوي يې د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبیدالکبیر سره د دغې پانګې په اړه خبرې کړي دي.
نوموړي ویلي د مس عینک کان په لومړۍ برخه به له پنځو میلیاردو ډالرو زیاته پانګه وکړي او سیمې ته د غځېدلي سړک له جوړېدو وروسته تمه ده چې راروان کال د اړتیا وړ ماشینونه هم افغانستان ته را وارد کړي.
د سونګ په خبره، د دې پروژې په پلي کېدو سره به درې زرو افغانانو ته د کار زمینه برابره او یو شمېر کسان به د مسلکي زده‌کړو لپاره چین ته هم ولېږدوي.
د یادونې ده چې د ایم‌سي‌سي په نوم یو چینايي شرکت د دې کان د استخراج تړون په ۲۰۰۸م کال کې کله چې حامد کرزی د افغانستان ولسمشر و، له افغان حکومت سره کړی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA