د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) د اسرائیلو پوځ وویل، چې د لبنان په جنوب کې یې د حزب الله پر څه باندې ۱۲۰ پوستو بریدونه کړي او په دې سیمه کې ځمکنیو عملیاتو ته دوام ورکوي.
په عین حال کې پر غزې د اسرائیلو بریدونه هم دوام لري او اسرائیلي ځواکونو یو ځل بیا د غزې خلکو ته له شمالي سیمو د وتلو امر کړی دی.
په همدې حال کې ملګري ملتونه وايي، چې د اسراييلو له خوا د غزې د لويو سيمو د تخلیې امر چې څه باندې څلور سوه زره فلسطينيان يې له خپلو کمپونو وتلو ته اړ کړي، د جدي اندېښنې وړ ده.
د ملګرو ملتونو د عمومي د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک په غزه کې د بشري وضعیت د خرابیدو په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره وايي:
“د تخلیې امر چې که ملکي وګړي د تګ لپاره خوندي ځای ونه لري یا د ژوندي پاتې کیدو وسیله ونه لري یو بشري ناورین رامینځته کوي. د دوشنبې له سهار راهیسې د غزې له شمالي سیمو څه باندې پنځوس زره کسان بې ځایه شوي دي. په غزه او لبنان کې باید ژر تر ژره اوربند وشي.»
په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر هم له ښکېلو خواوو غوښتي چې له پارونکو کړنو ډډه وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر فو کونګ وايي: “په منځني ختیځ کې د سولې په ټینګښت کې باید هېڅ ډول ځنډ رامنځ ته نه شي. موږ د ټولو هیوادونو حاکمیت، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د اغیزمن درناوي غوښتنه کوو، د ټولو هغو اقداماتو مخالفت کوو چې د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کوي او د ملکي وګړو پر وړاندې هر ډول وحشي بریدونه غندو.”
دا په داسې حال کې ده چې اسرائیلي چارواکو ويلي، چې له حماس سره به جګړه تر هغه وخته دوام وکړي چې بندیان خپلو کورونو ته نه وي ستانه شوي.
له بلې خوا د حماس یو مشر سامي ابو زهري وايي چې له جګړې پرته بله چاره نه لري: “موږ له جګړې پرته بله چاره نه لرو او دا یوه اوږده جګړه ده، موږ اصل او رېښه یوو او اسرائیل یرغلګر دی، د غزې له جګړې یو کال وروسته نتانیاهو خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغی، القسام ډله اوس هم خپل ځواک او وړتیا لري او دا دښمن ته ډیر زیان رسولی شي.”
په داسې حال کې چې پر غزې د اسرائیلو له برید راهیسې ۴۲ زره کسان شهیدان شوي.
د لبنان د روغتیا وزارت هم ویلي چې پر دغه هېواد د اسرائیلو په بریدونو کې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان شهیدان شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ