د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست تر چتر لاندې د جلال اباد ښار پنځمې ناحیې ورزشي جمنازیوم کې د سوک وهنې فدراسیون له لوري د ننګرهار ولایت په کوربه توب د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې، چې پر ننګرهار سربېره پکې د کابل، پروان، پنجشیر، لغمان، او کنړ ولایتونو څخه ۱۸۰ جوړو پهٔ څلورو عمري کټګوریو کوچنیان، نوي ځوانان، ځوانان او لویانو برخه اخیستې ده.
د ننګرهار د بدنې روزنې او سپورټ ریاست رئیس عبدالسلام وزیروال کلید ته په خبرو کې وويل، چې یادې سیالۍ ملي لوبو ته د چمتوالي لپاره پیل شوې ده.
نوموړي وويل:
« د هېواد په کچه ملي سیالۍ روانې دي، چې د هغه سیالۍ د چمتوالي په خاطر پیل شوې ده ، چې د شپږو ولایتونو لوبغاړي پکې برخوال دي، ننګرهار، کونړ، کابل، پنجشیر، لغمان، پروان».
په ورته مهال وزشکارن د یادو سیالیو له پیل کېدو خوښ دي او له مسؤولینو غواړي، چې په راتلوونکي کې هم ځوانو ورزش کارانو ته دې ورته سیالۍ چمتو کړي؛ تر څو د ملي او نړیوالو لوبو کې د لوبېدو وړتیا پیدا کړي.
په دغه سیالو کې برخه اخیستونکي ورزشکاران بشارت پهلوان زاده او رفیع الله کلید ته وويل:
«موږ له مسؤولینو غواړو، چې دا مسابقات زیات کړي، ترڅو دا نوي ورزشکارانو پکې وروزل شي او د بوکسینک په برخه کې نور هم پرمختګ وکړي».
« دا لوبې موږ ته ډېرې مهمې دې ترڅو دې کې ولوبېږو او بیا ملي لوبو ته چمتو شو او ننګرهار ته ویاړ راوړو».
د یادولو وړ ده، چې دغه سیالۍ به یوه ورڅ دوام وکړي او ګټونکي لوبغاړي به د ولایت په کچه منتخبې لوبډلې ته لاره پیدا کړي.