ads

د بلخ انټرکلب سیالۍ پای ته ورسېدې

د یاد ولایت د کرکټ پراختیایي څانګې مسوولین وایي، انټرکلب سیالۍ یوه میاشت وړاندې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ په مرکز مزارشریف ښار کې پیل شوې وې، چې د داووغني لوبډلې په پایلوبه کې د مزارښاروالۍ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره، د روان کال اتلولي پخپل نوم کړه.
بلخوا د بلخ ولایتي لوبغاړي د معیاري لوبغالي او مجهزې اکاډمۍ له نشتوالي شکایت کوي او له کرکټ بورډ څخه د دغو ستونزو د حل په برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

احمدالله ستانکزی
4 تله 1403
د بلخ انټرکلب سیالۍ پای ته ورسېدې

په مزارشریف ښار کې د بلخ انټرکلب سیالۍ د داوود غني کرکټ کلب لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د یاد ولایت د کرکټ آمریت مسوولین وایي، د انټرکلب ټورنمنټ سیالۍ پوره یوه میاشت وړاندې په پنځوس اووریزه بڼه، د ۱۲ ثبت او راجسټر شویو کلبونو ترمنځ پیل شوې وې، چې ټولټال ۳۰ سیالۍ په ګروپي ډول ترسره شوې.

د بلخ کرکټ پراختیایي څانګې مسوول محمدالله ثابت وایي، له دغو سیالو څخه یې ښه، ښه استعدادونه موندلي او په خبره یې، تېر ته په کتو سږکال ځوان لوبغاړي په توپ وهنه، توپ اچونه او ډګر ساتنه کې ډېر ښه ځلېدلي، چې غوره لوبغاړي به یې دویمه درجه ولایتي سیالیو ته ټاکل کېږي.

« انټرکلب سیاليو کې ۱۲ لوبډلو ګډون درلود، چې د یوې میاشتې په موده کې پای ته ورسېدې او خورا ښې لوبې ترسره شوې.»

په همدې حال کې د بلخ کرکټ لوبغاړي د انټرکلب سیالیو له ترسره کېدو خوښي څرګندوي؛ خو په دغه ولایت کې د یو مجهز لوبغالي، اکاډمۍ او د لازمو ورزشي امکاناتو له نشت شکایت کوي او په دې برخه کې له کرکټ بورډ څخه د پاملرنې غوښتنه کوي.

د بلخ کرکټ ولایتي لوبغاړو اسدالله متاڼي او وسیم مندوزي په دې اړه کلید ته وویل:

« په بلخ کې لوبغاړي د میدان او اکاډمیو د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي، له کرکټ بورډ او حکومت نه غواړو، چې موږ ته امکانات برابر کړي؛ ترڅو لوبغاړي له اسانتیاوو برخمن شي.»

« له ملي تجارانو موږ غواړو، چې راشي په بلخ کې دې پانګه‌ونه وکړي، ځکه د دې ځای د کرکټ لوبغاړو اقتصادي وضیعت ډېر کمزوری دی. له دې ټولو ننګونو سره، سره د بلخ کرکټ لوبډلې د زون په کچه دوه ځلې اتلولي ګټلې ده.»

بلخوا د کرکټ شنونکي او مبصرین انټرکلب سیالۍ د ځوان استعدادونو د موندلو لپاره یوه ښه موقع ګڼي او وایي، چې لوبغاړي کولای شي له همدې ځایه، د خپل کرکټ بنسټ غښتلی کړي.

د کرکټ شنونکی محمدالله حماد په دې اړه وایي:

« انټرکلب یقینآ چې د ځوانانو لپاره بنیادي پیل او پرمختګ دی. د دوی کرییر د کرکټ بورډ سره د ځانګړي سیستم پر اساس ثبت کېږي او که چېرته لوبغاړی مخته ځي؛ نو د دوی ریکارډ ته به ګوري.»

د بلخ کرکټ امریت د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې دامهال د کرکټ ۱۲ رسمي کلبونه ثبت دي، چې شاوخوا ۳۵۰ لوبغاړي لري؛ دوی د کلب، ولایت او زون په کچه بېلابېلو سیالیو کې لوبېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA