ads

د متحده عربي اماراتو لخوا د اسلامي امارت سفیر منل

متحده عربي اماراتو پرون د افغانستان د سفارت لپاره د اسلامي امارت له‌خوا د نومول شوي سفیر باورلیک ومانه.

کلید
1 وږی 1403
د متحده عربي اماراتو  لخوا د اسلامي امارت سفیر منل

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې مولوي بدرالدین حقاني د افغانستان د اسلامي امارت د سفیر په توګه خپل باورلیک د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو مرستیال سیف عبدالله الشامسي ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وسپاره.

بلخوا قزاقستاني رسنیو هم ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په استانه کې د افغانستان د سفارت لپاره د اسلامي امارت له‌خوا د نومول شوي شارژدافېر محمدالرحمن رحماني باورلیک منلی دی.

د یادونې ده چې دا له چین وروسته چې د تېر کال په ډسمبر کې یې په پېکېنګ کې د اسلامي امارت سفیرمنلی و، دوهم هېواد دی چې د اسلامي امارت د یوه لوړپوړي ډیپلومات باورلیک مني.

تر دې وړاندې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په یوه غونډه کې ویلي وو چې اسلامي امارت تراوسه د نړۍ له نژدې څلوېښتو هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA