دغه سازمان د یوې ټولپوښتنې په خپرېدو سره ویلي، چې د ۶۷ سلنه افغان مېرمنو روانې روغتیا بده او یاهم ډېره بده ده.
ورته مهال د کابل ځینې اوسېدونکي هم وایي چې شته محدودیتونو د ښځو او نجونو په روان منفي اغېز پرې باسلی او ښځې په کور ناستې دي.
د کابل ښار یوه اوسېدونکې صابره عزیزي وايي، چې ډېری په کور ناستې مېرمنې د کورنۍ مسوولیت پر غاړه لري او د ښځو پر کار بندیز د دې لامل شوی، چې مېرمنې په رواني ناروغیو اخته شي.
نوموړې وایي: «د ښځو وضیعت د اندېښنې وړ دی، نه شو کولای خپلو زده کړو ته دوام ورکړو، هره برخه کې محدودیتونه شته، زموږ روحي حالتونه خراب شوي په یو کار تمرکز نه شو کولای چې دې ټولو په موږ منفي اغېزې پرې اېښي.»
د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې شبانه اندېش له اسلامي امارت غواړي چې د ښځو پر کار بندیز پای ته ورسوي، ترڅو خپلو ستونزو ته رسېدنه وکړي:
«ورځ تر بلې روحي تکلیفونه زیات شوي، د کور کرایه او د ماشومانو فیسونه زما په غاړه دي، وظیفې محدودې شوې ښوونځي وتړل شول، ښوونځي خلاص شي ښځو ته اجازه ورکړل شي چې خپلو دندو ته لاړې شي تر څو ټولې ستونزې حل شي.»
په ورته وخت کې یو شمېر ارواپوهان هم په دې نظر دي، چې د مېرمنو د رواني ناروغیو د زیاتېدو لامل تر ډېره پر هغوی لګول شوي بندیزونه دي او حکومت یې باید د حل لپاره لاس په کار شي.
ارواپوه صفا فرزایي په دې اړه وايي:« لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده په دې وروستیو کې تر ډېره مېرمنې زیانمنې شوې دي او پر بېلابېلو رواني ناروغیو اخته شوې لکه ژور خفګان، اندېښنې او دغه راز یو شمېر نورې ناروغۍ او تر ډېره د دې لامل د ښوونځبو او پوهنتونونو تړل کیدل دي. حل لاره داده چې حکومت د دې چارې د کنټرول لپاره لاس په کار شي او د دې رواني ناروغیو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي.»
که څه هم اسلامي امارت تر اوسه په هېواد کې د ښځو رواني وضعیت په اړه دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې دا ډول راپورونه بې اساسه بللي وو.
د اسلامي امارت چارواکي ټینکار کوي چې په هېواد کې جکړه پای ته رسېدلې او اوسمهال ټول وګړي تر بل هر وخت په ارامۍ او سکون کې ژوند کوي.
اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې د یوه مناسب چوکاټ په رامنځ ته کولو سره به ښځو او نجونو ته د زدهکړو او کار اجازه ورکړل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ