ads

له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د تعامل لپاره د امریکا وړاندیز

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، هېواد یې له خپلو متحدانو سره په همغږۍ له اسلامي امارت غواړي چې له نړیوالې ټولنې سره له هر ډول تعامل مخکې باید د بشري حقونو په اړه نړۍ ته ډاډ ورکړي.

نویسنده: Khalid Sahar
25 زمری 1403
له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د تعامل لپاره د امریکا وړاندیز

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټېل یوې حبري غونډې ته وویل چې امریکا غواړي په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه ډاډ تر لاسه کړي.
نوموړي وویل چې نړیواله ټولنه هم هوډمنه ده چې له اسلامي امارت سره تر هر ډول تعامل وړاندې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه ډاډمنه شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په وار وار اسلامي امارت ویلي وو چې په افغانستان کې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي او زیاتوي چې نړیوال دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA