ads

سرپل کې یوې متشبثې ښځې له زده‌کړو پاتې نجونو ته د کار زمینه برابره کړې

په سرپل ولایت کې یوې متشبثې ښځې د خیاطۍ په کارخونه کې شاوخوا ۵۰ ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

احمد الله ستانکزی
25 زمری 1403
سرپل کې یوې متشبثې ښځې له زده‌کړو پاتې نجونو ته د کار زمینه برابره کړې

د یادې کارخونې مسووله وایي، چې دغه کارخونه یې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته جوړه کړې، چې هدف یې د بې‌کاره او بې‌وزله ښځو لاسنیوی او د دوی د کورنیو اقتصاد ته پراختیا ورکول دي.

د کارخونې مسوولې مدیرې معصومه میرزایي، چې له کلونو، کلونو راهیسې د صنعت په بېلابېلو برخو کې کار کړی وایي، په دې کارخونه کې ورسره دا مهال لسګونه هغه ښځې او نجونې د موره ګڼدلو، خامک ګنډلو، له مالوچو یا وړیو څخه د تار(سنۍ) جوړولو په برخو کې کار کوي، چې له کار او زده کړو بې برخې وې.

« دا کارخونه مو د دې لپاره جوړه کړې، چې ښځو او نجونو ته د کار زمینه پیدا شي او له بېکارۍ نه د یو کسب زده کول بهتره دي. بل هدف دا دی، چې کار او کسب زده کړي او له همدې لارې د خپلې کورنۍ لپاره حلاله روزي وګټي.»

هغه ښځې، چې د خیاطۍ په دغه کارخونه کې په کار بوختې دي خوشاله دي او وایي، چې له دې لارې څخه د خپلې کورنۍ اړتیاوې او لګښتونه پوره کوي.

مینا او پروین، چې په دغه کارخونه کې هره ورځ له سهاره تر ماښامه کار کوي، له حکومتي چارواکو غواړي، چې د ورته ډول کارخونو په جوړولو سره دې ښځینه قشر ته د کارکولو زمینه برابره کړي، ځکه په خبره یې د کورنیو اقتصادي وضعیت خراب دی.

« د سرپل ولایت د صنعت او سوداګرۍ له ریاست نه موږ دا غوښتنه لرو، چې دغه ډول نورې کارخونې دې هم جوړې کړي او کومې پروژې چې راځي دلته باید تطبیق شي؛ ځکه ښوونځي او پوهنتونونه بند دي او له همدې لارې له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي.»

« کاروبار نشته دی، خاوندان مو بېکاره دي، د کورنۍ اقتصادي وضعیت مو خراب دی، له حکومت نه غواړو، چې موږ ته دې د کار زمینه برابره کړي؛ ترڅو له دغې لارې د کورنۍ اړتیاوې پوره کړو.»

بلخوا د سرپل ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست رئیس، مفتي عبدالشکور شهاب وایي، دغه کارخونه د دوی په همغږۍ او د UNDP په مالي مرسته جوړه شوې او زیاتوي، چې هڅه کوي د ښځو سوداګرۍ ته لازیاته پراختیا ورکړي.

« د ښځو د ملاتړ لپاره ډېر په هڅه کې یوو او چارې یې ګړندۍ روانې دي. له ښه بخته دا مهال دوی د ګلدوزۍ، خیاطۍ، غالۍ اوبدلو او ټغر جوړولو په برخو کې کار کوي.»

د سرپل ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د معالوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولایت کې نږدې ۱۵۰۰ ښځې د خیاطۍ، غالۍ اوبدلو، ټغر جوړولو او د صنعت په بېلابېلو برخو کې په کار بوختې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA