ads

یونسکو: د لاریونونو د پوښښ پر مهال باید د خبریالانو امنیت خوندي وي

د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د بشري حقونو د ژمنو او د بیان ازادۍ د نړیوالو معیارونو پر بنسټ، د مظاهرو او اعتراضونو د پوښښ پر مهال د خبریالانو خوندیتوب تضمین کړي.

نویسنده: Khalid Sahar
21 زمری 1403
یونسکو: د لاریونونو د پوښښ پر مهال باید د خبریالانو امنیت خوندي وي

دغه سازمان د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په دې وروستيو مياشتو کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې يو شمېر خبريالان د لاريونونو د پوښښ پر مهال وژل شوي، ټپيان شوي او نيول شوي او د هغوى وسايل هم ضبط شوي دي.

یونیسکوف ټینګار کړی چې خبریالان په هېوادونو کې د بحرانونو پر مهال د ډیموکراټیک حل لپاره د عامه خبرو اترو لپاره اسانتیاوې برابروي.

د یونسکو د معلوماتو له مخې، په تېرو پنځلسو کلونو کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۱۹۴ خبریالان او رسنۍ د مظاهرو پر مهال تر بریدونو لاندې راغلې دي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA