ads

راتلونکې چهارشنبه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوه 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت راتلونکې چهارشنبه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې.  

نویسنده: Khalid Sahar
21 زمری 1403
راتلونکې چهارشنبه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوه 

یاد وزارت په یوه خبر پاڼه کې ويلي چې د زمري ۲۴مه د اسلامي امارت مشر د حکم له مخې، د امریکا او متحدینو یې پر وړاندې یې د اسلامي امارت د بریا په مناسبت عمومي رخصتي ده.

دا ورځ پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ له درېیمې کالیزې سره برابره ده.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه په هېواد کې جمهوري نظام وپرځېد او اسلامي امارت بیا ځلې واک ته ورسېد.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA