ads

د کراچۍ له یوه زندانه شپږ افغان بندیان خوشې شوي

په کراچۍ د افغانستان کونسلګري وایي چې د دوی په هڅو د کراچۍ ښار د سولجر بازار د پولیسو حوزې له بند څخه شپږ تنه افغانان خوشې شوي.

نویسنده: Khalid Sahar
21 زمری 1403
د کراچۍ له یوه زندانه شپږ افغان بندیان خوشې شوي

یادې قونسلګرۍ په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې دغو کسانو د اوسېدو قانوني اسناد هم لرل؛ خو د پاکستاني پولیسو له لوري په نامالوم دلیل نیول شوي وو.

د یادونې ده چې په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې زرګونه افغان کډوال د اسنادو لرلو سربېره نیول شوي او زنداني شوي دي.

په کراچۍ د افغانستان کونسلګري د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې د دوی په هڅو د سند له زندانونو ۴ زره ۲۳۰ افغانان ازاد او هېواد ته لېږدول شوي دي.

پاکستان له تېر نومبر څه باندې شپږ لکه افغانان په جبري توګه له خپلې خاورې اېستلي او لاهم دغه لړۍ روانه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA