ads

د هېواد په پنځو ولایتونو کې د پولیو کمپاین پیلېدل

نن د هېواد په ځینو ولایتونو کې ماشومانو ته د کوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پیل شو.

وژمه پیام
20 زمری 1403
د هېواد په پنځو ولایتونو کې د پولیو کمپاین پیلېدل

له پولیو څخه د خلاص افغانستان بنسټ پر خپله ایکس پاڼه له ټولو کورنیو غوښتې چې له ګوزڼ ناروغۍ څخه د افغانستان په خلاصون کې ونډه واخلي.
په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي،نن د اسد د میاشتې شلمه د هېواد په پنځو ولایتونو ارزګان، زابل ، کندهار، هلمند او هرات کې د پولیو واکسین څلور ورځینې کمپاین پیل شو، د دوی په وینا په دغه کمپاین کې به نږدې ۲،۴ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په دې اړه وايي.« د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي تر څو د پولیو واکسین د تطبیق سره د پولیو د محلکې ناروغۍ څخه مخنیوي وکړي، او له قومي مخورو علماو کرامو او له کرنیو مشرانو څخه مو دا هیله ده چې په سیمه کې زموږ له واکسیناتورانو سره مرستندویه ووسي تر څو د واکسین په ښه تطبیق سره په افغانستان کې د پولیو له ناروغۍ څخه مخنیوي وکړو.»
بلخوا یو شمېر هېوادوال هم د یاد کمپاین هر کلی کوي او له کورنیو غواړې چې خپل له پنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي او په دې کمپاین کې د عامې روغتیا له کارکونو سره همغږي و اوسي.
د اروزګان ولایت یو تن اوسېدونکی شفيق په دې اړه وايي.
« واکسین د امراضو لپاره وقایه ده نو ټولو پلرونو او مېندو ته او د ارزګان ولایت ولسي خلکو ته مو دا پیغام دی چې خپل ماشومان ټاکليو ځایونو او واکسیناتورانو ته ور ولي تر څو د ګوزڼ په وړاندې واکسین شي .»
د ارزګان ولایت بل اوسېدونکی سالار هم ورته غوښتنه لري او وايي.
« واکسین ډېر مهم دی او له اسلامي امارت څخه مننه کوو چې په ټول هېواد کې یې واکسینو ته لار هواره کړې او لازمې اسانتیا وې یې را منځته کړې.»
یو شمېر ډاکټران وايي، پولیو یوه وژونکې ناروغي ده چې درملنه نه لري او د ویروس په وسیله د انسان بدن ته د ننه کېږي او له کبله یې ماشومان د تل لپاره فلج کېږي.
ډاکټران وایي چې د دې ناروغۍ نښې نښانې تر لومړیو اتو میاشتو په ماشومانو کې ځان نه ښکاره کوي خو کله چې ماشوم لومړنې قدم اخلي د دې ناروغۍ نښې څرګندېږي، چې په ‌ذهني لحاظ ماشوم ډېر ذکي وي خو په جسمی لحاظ ماشوم ډېر کمزوری وي
د داخله ناروغیو ډاکټره نجوا فضل په دې اوړه وايي.
« پولیو هغه ناروغي ده چې درملنه نه لري، او کله چې دا ویروس بدن ته د ننه کېږي انسان په دایمي فلج باندې مبتلا کوي خو غوره وقایوي لار يې واکسین ده او لومړنۍ واکسین چې وروسته له زېږون څخه یوه ماشوم ته ورکول کېږي له هغه ډلې څخه د پولیو واکسین دی او پکار ده چې تر پنځه کلنۍ پورې په هرو شپږو میاشتو کې ماشوم ته ورکړل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا د نړېوال سازمان تر چتر لاندې د پولیو د له منځه وړلو د نوښت په نوم بڼسټ په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې د روان میلادي کال له پیله د پولیو نهه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA