له پولیو څخه د خلاص افغانستان بنسټ پر خپله ایکسپاڼه له ټولو کورنیو غوښتي چې له ګوزڼ ناروغۍ څخه د افغانستان په خلاصون کې ونډه واخلي.
په اعلامیه کې نهدي ویل شوي چې، له پنځو کلونو کمعمره ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد د واکسین ورکولو دغه کمپاین به په څو ولایتونو کې پلی شي او څو مره ماشومان به تر پوښښ لاندې راولي.
د روغتیا د نړیوال سازمان تر چتر لاندې د پولیو د لهمنځه وړلو د نوښت په نوم بنسټ پهدې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې د روان میلادي کال له پیله د پولیو نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د ماشومانو ګوزڼ یا فلج یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې کولای شي ماشوم د تل لپاره فلج او ان د مړینې سبب یې کېږي.