د مزارشريف – حیرتان ترمنځ د نایب آباد وسپنې پټلۍ لیکه د اسلامي امارت او د ازبکستاني لوړ پوړو چارواکو په شتون کې پرانیستل شوه.
د پرانیست غونډې په مراسمو کې د ټولګټو وزارت د وسپنیزې کرښې مرستیال بخت الرحمن شرافت ویلي، د نایب آباد سټېشن او د حیرتان بندر له لارې له دې وروسته کولای شي چې د منځنۍ اسیا او ځینو اروپایي هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه ولري.
«نایب آباد یوازې حیرتان سره نه وصلوي، بلکې ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، روسیه، چین او له همدغه مسیر څخه پاکستان، سریلانکا، نیپال، ایران، ترکیه، هند او اروپایي هېوادونه سره نښلوي.»
په دغو مراسمو کې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د مزار – حیرتان ترمنځ د وسپنې پټلۍ د افغانستان او ازبکستان هېوادونو تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره مهمه او اقتصادي وبلله.
«په مزارشریف کې د نایب آباد د رېل پټلۍ سټېشن د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانسپورټي شبکې مهم جز دی. په دې سره به د دواړو سوداګرو ترمنځ د راکړې ورکړې په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځ ته شي. د تولیداتو او اجناسو په لېږد کې به لازمې اسانتیاوې رامنځ ته شي او سوداګري به وغوړېږي.»
په همدې حال کې د ټولګټو چارو وزیر مولوي محمد عیسي ثاني وايي، اسلامي امارت پلان لري چې د ګاونډیو هېوادونو په مرسته د وسپنې پټلۍ دغه لیکه د فاریاب ولایت له لارې کندهار او بیا له هغه ځایه پاکستان سره ونښلوي او د همدې پروژې د تطبیقولو په برخه ورسره ازبکستان هېواد د همکارۍ ژمنه کړې ده.
«اسلامي امارت د خپلو ګاونډیو په ملتیا هوډ لري چې د رېل پلټۍ لیکه به جوزجان، فاریاب، هرات، بادغیس، نیمروز، فراه، هلمند او کندهار ته به ځي او له دې ولایتونو څخه په تېرېدو به پاکستان ته غځېږي.»
په ورته مهال د ازبکستان هېواد چارواکي ډاډ ورکوي چې افغانستان سره به ټولې کړې ژمنې پوره کوي او د وسپنې پټلۍ له لارې به اسیايي او اروپايي هېوادونه د افغانستان له لارې له یو او بل سره وصلوي.
د ازبکستان د جمهور رییس استازي عصمت الله ایرګاشوف په دې اړه وویل:
«زموږ هدف دا دی چې افغانستان یو ستراتیژیک موقعیت دی، باید له نړۍ سره یې وصل کړو. افغان ټرانس پروژه به د افغانستان په اقتصادي وده کې خورا مثبت اغېز وکړي. افغانستان چې د مرکزي اسیا او د سویلي اسیا په منځ کې ځای لري دوه لویې سیمې سره نښلوي.»
بلخوا د بلخ والي محمد یوسف وفا بیا په افغانستان کې د ازبکستان هېواد سوداګریزې او اقتصادي هڅې ستايي او په راتلونکي کې هم د ورته همکاریو غوښتنه کوي.
«موږ د خپل ګاونډي هېواد ازبکستان ټولو سوداګرو ته پوره ډاډ ورکوو چې له دوی سره به په هره برخه کې همکاري کوو او لازمې اسانتیاوې به ورته برابروو او د تجارت پر وړاندې به یې هېڅ خنډ موجود نه وي.»
د یادولو وړ ده چې د حیرتان بندر د رېل پټلۍ له دویم تمځای څخه د نایب اباد اړوند تر څلورم تمځایه پورې د څه باندې ۵۰ کیلومټرو په اوږدوالي سره دغه وسپنېزه کرښه د یوه ازبکستاني شرکت له لوري د ۶,۳ میلیونه ډالرو په لګښت ورغول شوه او په پام کې ده چې په نږدې وختونو کې به د مزارشريف تر مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګره د پنځم تمځای د رغولو چارې هم پیل شي.