نوموړي نن په کابل کې د کار ملي کنفرانس ته په یوه پیغام کې له هغو مرستندویه سازمانونو او هېوادونو چې له افغانستان سره د کارموندنې په برخه کې هوکړې او همکارۍ لري غوښتنه وکړه چې له افغان ولس سره په دې شرایطو کې د استخدام او کارموندنې په برخه کې مرسته وکړي.
رئیس الوزرا زیاتوي چې کاري فرصتونو رامنځته کول او د دوی ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
په ورته مهال د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري هم د وینا پرمهال د دغه کنفرانس موخه د هېواد په کچه له بې کارۍ سره ګټوره مبازره او د دولتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ پیاوړې همکاري رامنځته کول ښودلې ده.
دا کنفرانس داسې مهال جوړېږي چې د هېواد ګڼ شمېر وګړي له بې کارۍ څخه رنځ وړي او دې ته اړ شوي چې بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ