ads

په هلمند کې د اوړو د پروسس یوې فابریکې فعالیت پیل کړ

په هلمند کې د ۷۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوړو د پروسس یوه فابریکه پرانېستل شوه چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۳۰۰ ټنو اوړو د تولید ظرفیت لري.

نویسنده: Khalid Sahar
1 زمری 1403
په هلمند کې د اوړو د پروسس یوې فابریکې فعالیت پیل کړ

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار اړوند سرکار سیمه کې د سردار ګل محمد خان په صنعتي ښارګوتي کې د اوړو د پروسس یوې سترې کارخونې په فعالیت پیل وکړ.

د یادې کارخونې مسوولین وايي چې دغه فابریکه کې یې د یوه کال په موده کې بشپړه کړې چې په ۵۰۰ کې کسانو د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د یادې کارخونې مسوول میرزا ولي عزیزي وايي چې دغه فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰ ټنه اوړه تولیدولی شي چې د هلمند سربېره د یو شمېر ولایتونو اړتیاوې هم پوره کولای شي.

هغه زیاته کړه « پر دغې فابریکې ۷۱ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او ۵۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابر شوې، په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰ ټنه د غنمو د پروسس ظرفیت لري او د هېواد ټولو ولاتیونو ته به یاد اوړه ورکولای شو.«

په همدې وخت کې د هلمند د صنعت او سوداګرۍ ریاست د صنعتي ښارګوټو د ساتنې امر مولوي فضل محمد فضلي وایي چې د داسې کارخونو جوړول د خلکو او هېواد د پرمختګ سبب کېږي.

نوموړي زیاتوي، موږ هم هڅه کوو چې نور ملي سوداګرو هم وهڅوو چې په خپل هېواد کې د بېلابېلو فابریکو په جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.

« دغه فابریکه زموږ د معلوماتو له مخې، په هېواد کې درېیمه فابریکه ده چې په فعالیت پيل کوي، د یوه کال په موده کې جوړه شوه، نو دا داسې ملي سوداګرو موږ ملا تړ کوو چې د هېودوالو لپاره خدمات وړاندي کوي.«

بلخوا بیا په دغه فابریکه کې په کار بوخت کسان د غه ډول کارخونو په فعالیت سره خوښي څرګندوي او وایي چې مخکې بېکاره وو او اوس دلته ورته د کار زمینه برابره شوې او له همدې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي.

سیف الله او ذبیح الله په  دې اړه وایي:

« موږ ډېر خوشحاله یوو چې دلته راته د کار زمینه برابره شوې، مخکې بېکاره وو، اوس دلته کار کوو او د کور لګښتونه پوره کوو.«

«زیات خوشحاله یم چې دلته پر کار شوی یم، حلاله روزي په لاس راوړم، غوښتنه مې دا ده چې نورې داسې فابریکي هم فعاله شي او سوداګر دې پانګه وکړي.«

د هلمند د صنعت او سوداګرۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه ولایت کې ۱۵۲ فابریکې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي چې په کې په زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابر شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA